د تبليغ شپږ ويشتمه ورځ

محسن د ماښام له لمانځه مخکې زموږ خوا ته راغئ چېرې چې زه او شېخ الحدیث ناست وو، نو شېخ الحديث ته یې ووېل شېخ صیب زما خو دلته لس ورځې پوره شوې او زه سبا کور ته ځم.

شېخ ورته په غوسه شو وېل نادان انسانه له هر کار مخکې انشاءالله وايه کنه د حضرت سلیمان ع کيسه به در وشي. عرفان ور غږ کړل وېل شېخ صیب حضرت سلیمان ع خو په عربي نه پوهېدو او نه هم هغه عرب وو نو ان شاءالله یې له کومه زده کړې وی؟ او بل دا راته ووایه چې څه کيسه ورسره شوې؟

شېخ ول چوپ شه نادان انسانه په دې بې ځایه خبر! وېل ټول پيغمبران مسلمانان او زموږ د پیغمبر امتیان وو حتا تر آدم ع پورې او دا ټوله نړۍ هم الله پاک د محمد په وجه پيدا کړې کنه اوس به موږ نه وو. بيا یې زیاته کړه وېل حضرت سليمان د یوه ان شاءالله په نه ویلو سل یا نهه نوي مېرمنې حاملې نشوای کړی او که یې ان شاءالله ويلي وی نو نن به د اسلام لښکر نور هم پياوړی وی او بیا یې دغه مبارک حديث راته بیان کړ:

أَبَا هُرَيْرَةَ ـ رضى الله عنه ـ عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ «قَالَ سُلَيْمَانُ بْنُ دَاوُدَ ـ عَلَيْهِمَا السَّلاَمُ ـ لأَطُوفَنَّ اللَّيْلَةَ عَلَى مِائَةِ امْرَأَةٍ ـ أَوْ تِسْعٍ وَتِسْعِينَ ـ كُلُّهُنَّ يَأْتِي بِفَارِسٍ يُجَاهِدُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ، فَقَالَ لَهُ صَاحِبُهُ إِنْ شَاءَ اللَّهُ. فَلَمْ يَقُلْ إِنْ شَاءَ اللَّهُ. فَلَمْ يَحْمِلْ مِنْهُنَّ إِلاَّ امْرَأَةٌ وَاحِدَةٌ، جَاءَتْ بِشِقِّ رَجُلٍ، وَالَّذِي نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ، لَوْ قَالَ إِنْ شَاءَ اللَّهُ، لَجَاهَدُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فُرْسَانًا أَجْمَعُونَ».
ژباړه:
له ابو هریرة رض څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمايلي: یو وخت حضرت سليمان ع چې د حضرت داود ع زوی وو وویل چې زه به نن شپه له سلو (یا هم ۹۹) مېرمنو سره کوروالی (جماع) کوم او هره یوه به یې یو اتل (جنګیالی) وزېږوي تر څو د الله په لاره کې وجنګيږي لاکن ان شاءالله یې ونه ویل نو ځکه یې له ټولو څخه یوازې یوې ښځې حمل ونيولو او نیمه سړی یې وزېږولو. د هغه چا په واک کې چې د رسول الله ﷺ ژوند دی که چېرې ده ان شاءالله ويلي وی نو ټول به یې اتلان زېږولي وی او د الله په لاره کې به یې جهاد کولو.

  • لومړی ماخذ: صحيح البخاري کتاب ۵۶ حديث ۳۵
  • دویم ماخذ: انګليسي صحيح البخاري ۴ ټوک ۵۲ کتاب حديث ۷۴
  • درېیم ماخذ: صحيح البخاري حديث ۲۸۱۹

عرفان ورته ویل چې حضرت سلیمان دا په دومره ښځو پسې رسيده ګي څنګه کوله او په اسلام کې خو له ۴ څخه د زیاتو ښځو اجازه هم نشته؟ وېل دا احکام یوازې پر موږ ناچيزه بندګانو د تطبیق وړ دي نه پر پيغمبرانو او هغوی چې څومره غوښتل نو له هغومره مېرمنو سره یې ودونه کولای شوی، بحث لا روان وو خو بیا کيسه نوره هم اوږدېدله نو په همدې ځای به یې راغونډه کړو.

هيله ده چې ملګري په جریان کې درسره واچوئ تر څو د دوی ايمانونه هم تازه شي.

جزاک الله خیر

اړوند مطلب

د تبليغ اته دېرشمه

نن سهار له لمانځه وروسته مې شېخ الحديث خبر کړ ما وېل زه هر ورځ …

خپل آند راسره شريک کړئ