آیا هرڅه له جوړه (نر او ښځې) څخه پيدا شوي؟

اسلم خپلواک صیب د پرونۍ پوښتنې د ځوابونو کور ودانی ویلی او نن یې یوه بله پوښتنه هم مطرح کړې او سړی خورا اندېښمن دی، هغه ليکي الله (ج) پاک په خپل مقدس کتاب قران عظيم الشان کې فرمايي موږ له هر څيز څخه جوړې پيدا کړي:

وَمِن كُلِّ شَيْءٍ خَلَقْنَا زَوْجَيْنِ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ ﴿٤٩﴾ سورة الذاريات
ژباړه: او له هر څیز څخه مونږ دوه قسمه جوړې (نر او ښځه) پیدا كړي دي، د دې لپاره چې تاسو پند واخلئ.

خو موږ ته د ساینس په مضمون کې ویل کېږي چې داسې موجودات هم شته چې یوازې یو جنس لري او هېڅ نارينه نلري چې بېلګې یې په لاندې ډول دي:

  • د (Whitetail Lizard) په نامه یو ډول څرموښکۍ ده چې اکثره په امریکا کښې موندل کېږي دغه ډول څرموښکۍ صرف ښځینه جنس لري او نارینه جنس هېڅ نلري، د دوی نسل خپله د ښځینه جنس کې د (Parthenogenesis) مرحلې په اساس رامینځ ته کېږي، پارتینوجنیسس یو ډول بیالوژیکي پروسه ده چې پر مټ یې یوه هګۍ کې جنین بې له سپرمه را مینځ ته کېږي چې دا ډول پروسه په ځينې نباتاتو کې هم شته لکه د ګلاب او د نارنجو ونې.
  • وایرسونه: دا مایکرو اورګانېزمي موجودات هېڅ نارینه او ښځینه نلري بلکې د خپلې کوربه هستې د ډي اېن اې په وسیله نسل رامینځ ته کېږي.
  • باکتریاګانې د خپلې هستې په تقسیم سره نوی نسل په وجود راوړي.
  • ډېر نباتات دي چې نارینه جنس نلري او د پولینیشن د پروسې په وسیله نسل په وجود راوړي.

زه خو د دې ساینسي مضامينو بيخي ګنګس کړی یم ځکه ډېر شیان راته زما د توقع خلاف ویل کېږي نو نه پوهېږم چې د قران ومنم او که د ساینس؟

که چېرې علمي او منطقي دلایل په دې مورد ترلاسه نکړم نو مجبور یم چې د ساینس مضامين پرېږدم ځکه چې زما عقاید یې بيخي را لړزولي دي، ملګرو هيله ده چې د تېرې پوښتنې په څېر خپل علمي مالومات راڅخه ونه سپموئ تر څو زما قناعت حاصل شي او ايمان مې هم خدشه داره نشي.

سرچينې یې دا ښودلې:

https://en.wikipedia.org/wiki/Asexual_reproduction

https://www.youtube.com/watch?v=dNoY9ribw4A&t=95s

https://www.youtube.com/watch?v=epc8apZnrEc

https://en.wikipedia.org/wiki/Aphid

https://www.scientificamerican.com/article/asexual-lizards

http://www.bbc.com/earth/story/20151216-virgin-births-are-happening-everywhere

جزاک الله خیر

اړوند مطلب

آیا خدای پاک له خپلو ناکامیو څخه پند نه اخلي او که خلکو په دروغو د پیغمبرۍ دعوې کړي؟

تورپېکۍ احمدزۍ خور له امريکا څخه پوښتنه رالېږلې وايي زه د تاريخ په رشته کې …

خپل آند راسره شريک کړئ