
حَدِيثُ: “كُنْتُ نَبِيًّا وَآدَمُ بَيْنَ الرُّوحِ وَالْجَسَدِ”
ژباړه: زه هغه وخت پيغمبر وم چې کله حضرت ادم (ع) د روح او وجود تر منځ وو.“كُنْتُ نَبِيًّا وَآدَمُ بَيْنَ الْمَاءِ وَالطِّينِ”
ژباړه: زه هغه وخت پيغمبر وم چې کله حضرت آدم (ع) د اوبو او خټې تر منځ وو.
هغه ويلي چې حضرت ادم (ع) خو د تورات، انجيل او قران له نظره لومړنی انسان وو او د حضرت محمد مصطفی (صلی الله عليه وسلم) د پيدایښت خو یوازې ۱۵۰۰ کاله هم لا نه کېږي نو بیا څنګه له خپل پيدایښت څخه مخکې لومړی پيغمبر شو؟
فکر کوم لکه چې رحمان بابا هم هغه وخت په احساساتو کې راغلی وو او دغه شعر یې ویلی:
که صورت د محمد (ص) نه وی پيدا
پيدا کړې به خدای نه وی دا دنیا
ملګرو که تاسې په دې موضوع لږ رڼا واچوئ نو موږ به مو هم له علمي ځوابونو څخه مستفيد شو.
محمد صديق (تر انسانیت لوړ مذهب نشته)