ګانګرو څرنګه د حضرت نوح (ع) له کيښتۍ څخه اسټرالیا ته ورسېده؟

یوه ملګري له اسټرالیا څخه هيله کړې چې پوښتنه یې پر فېسبوک مطرح کړم او پوښتنه یې په دې ډول ده:

هغه وايي چې دا د کانګرو په نامه دغه یو ډول حيوان چې یوازې په اسټرالیا کې موندل کېږي څرنګه د حضرت نوح (ع) له کيښتۍ څخه اسټرالیا ته ورسېد؟ وايي د حضرت نوح (ع) کيښتۍ خو په بین النهرین چې د اوسني عراق، کوېټ او سعودي هېوادونو برخې جوړوي هلته وه نو دلته یې حيوانات څرنګه را نقل کړل؟

بل دا چې دا دومره په ميلیونونو حشرات، مارغان او ځنګلي ځناور څرنګه په دا یوه کيښتۍ کې سره ځای شول او یو بل یې ونه خوړل؟ او څرنګه یې له ټولې نړۍ څخه هلته جوړه جوړه ځانونه ورسول؟

وروستۍ خبره یې دا کړې چې دا د حضرت نوح (ع) کيسې ته ورته کيسې له اسلام څخه مخکې په پخواني یوناني، سومري او هندي کتابونو کې ذکر شوې نو ایا دا همغه یو شخص دی که بېلا بېل؟

دا یو انځور د حضرت نوح (ع) مقبره ده په اردون کې

اړوند مطلب

آیا خدای پاک له خپلو ناکامیو څخه پند نه اخلي او که خلکو په دروغو د پیغمبرۍ دعوې کړي؟

تورپېکۍ احمدزۍ خور له امريکا څخه پوښتنه رالېږلې وايي زه د تاريخ په رشته کې …

خپل آند راسره شريک کړئ