انسان ته ولې د هغه څه جزا ورکول کيږي چې اختیار یې نه لري؟

یوه ملګري پوښتنه کړې چې دا خدای پاک خو په قران کې وايي چې هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي، نو د هغه لپاره هېڅ هدایت وركوونكى نشته نو بیا ولې انسان ته د هغه څه سزا ورکوي چې اختیار یې نلري؟ او بل یې دا ویلي چې ولې مذهبیان خلک د اسلام دين ته را دعوت کوي او ایا د دوی دا کار د خدای سره دښمني نه ده چې د هغه د ارادې خلاف کار کوي؟

مَن يُضْلِلِ اللَّـهُ فَلَا هَادِيَ لَهُ ۚ وَيَذَرُهُمْ فِي طُغْيَانِهِمْ يَعْمَهُونَ ﴿١٨٦﴾ سورة سورة الأعراف
ژباړه: هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي، نو د هغه لپاره هېڅ هدایت وركوونكى نشته او هغه (الله) دوى په خپلې سركشۍ كې پرېږدي، په دې حال كې چې سرګردان وي.

إِنَّكَ لَا تَهْدِي مَنْ أَحْبَبْتَ وَلَـٰكِنَّ اللَّـهَ يَهْدِي مَن يَشَاءُ ۚ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ ﴿٥٦﴾ سورة القصص
ژباړه:بېشكه ته هدایت نشې كولى هغه چا ته چې ته يې خوښوې، او لېكن الله هدایت وركوي چا ته چې وغواړي او هغه ښه عالم دى په هدایت موندونكو باندې.

إِن تَحْرِصْ عَلَىٰ هُدَاهُمْ فَإِنَّ اللَّـهَ لَا يَهْدِي مَن يُضِلُّ ۖ وَمَا لَهُم مِّن نَّاصِرِينَ ﴿٣٧﴾ سورة النحل
ژباړه: كه ته د دوى په هدایت راړولو باندې حرص وكړې، نو بېشكه الله هدایت نه كوي هغه چا ته چې هغه يې ګمراه كړي او د دوى لپاره هیڅوك مددكوونكي نشته.

وَمَن يُرِدِ اللَّـهُ فِتْنَتَهُ فَلَن تَمْلِكَ لَهُ مِنَ اللَّـهِ شَيْئًا ۚ أُولَـٰئِكَ الَّذِينَ لَمْ يُرِدِ اللَّـهُ أَن يُطَهِّرَ قُلُوبَهُمْ ۚ ﴿٤١﴾ سورة المائدة
ژباړه: هغه څوك چې الله د هغه ګمراه كول وغواړي، (بیا) نو ته د هغه لپاره د الله په وړاندې د هېڅ شي اختیار نه لرې، دا هغه كسان دي چې الله د دوى د زړونو دپاكولو اراده نه ده كړې.

  • وَلَا يَنفَعُكُمْ نُصْحِي إِنْ أَرَدتُّ أَنْ أَنصَحَ لَكُمْ إِن كَانَ اللَّـهُ يُرِيدُ أَن يُغْوِيَكُمْ ۚ هُوَ رَبُّكُمْ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿٣٤﴾ سورة هود
    ژباړه: او زما نصیحت تاسو ته نفع نه دررسوي كه زه تاسو ته د نصیحت كولو اراده وكړم، كه چېرې الله ستاسو د ګمراه كولو اراده لري، هم هغه ستاسو رب دى او خاص هغه ته به ورګرځولى شئ.

البته د دې ملګري د پوښتنې په مورد ما ځينې د قران ایات هم مل کړل خو غوره به دا وي چې کوم عالم د دې پوښتنې ځواب وکړي.

اړوند مطلب

د محمد صديق د تبليغ چېله

ملګرو ستاسې د دوعاګانو له برکته دا دی نن وتوانېدم چې د تبليغ د خاطراتو …

خپل آند راسره شريک کړئ