تېر مازديګر د معمول خلاف ډېر خلک جومات ته راغلي وو او ډېر یې پکښې بهرني سیلانیان هم وو، کله چې بهرنیان لاړل نو د تبليغ جماعت یوه بله ډله را ورسېده چې پنډوکي یې په شا کړي وو.
شېخ الحديث وېل په دا دومره کسانو کې به ښايي ايله یو د سړي زوی دلته راغلی وي نور یې سم لکه د اوښانو په څېر دي.
ما وېل داسې ولې وایې شېخ صیب او دا خو ته د دوی سپکاوی کوې چې رک روغ انسانان له اوښانو سره تشبه کوې. وېل نه دا سپکاوی نه دی بلکې د رسول الله خبره مې په یاد شوه.
ما وېل ایا هغه انسانانو ته د اوښانو خطاب کړی وو؟ ویل یې هو! او بیا یې دغه حديث مبارک راته بیان کړ:
أَنَّ عَبْدَ اللَّهِ بْنَ عُمَرَ ـ رضى الله عنهما ـ قَالَ سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ «إِنَّمَا النَّاسُ كَالإِبِلِ الْمِائَةُ لاَ تَكَادُ تَجِدُ فِيهَا رَاحِلَةً»
ژباړه: له حضرت عبدالله بن عمر څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمايلي: خلک د اوښانو په څېر دي، چې له سلو څخه یې یوازې یو د سفر کولو (یا زغلولو) وړتیا لري.
- لومړی ماخذ: صحيح البخاري کتاب ۸۱ حديث ۸۷
- دویم ماخذ: انګليسي صحيح البخاري ۸ ټوک ۷۶ کتاب حديث ۵۰۵
- درېیم ماخذ: صحيح البخاري حديث ۶۴۹۸
خدای شته عرفان ته د شېخ الحديث دغه خبرې هېڅ خوند ور نه کړ خو چې کله شېخ الحديث د عرفان تريو تندي ته پام شو نو وېل نه ته یو له همغه سلو اوښانو څخه یو یې چې د سفر کولو وړتیا لرې ځکه خو زموږ سره په تبليغ راغلی یې.
د شېخ الحديث دې خبرې بیا ماته خوند را نه کړ او چې کله یې زما تريو تندي ته وکتل نو شېخ الحديث سمدستي ولاړ شو وېل صديقه زه به د ماښام لپاره اودس تازه کړم او سړی ولاړ په خپله مخه.
ملګرو هيله ده چې دغه مبارک احاديث د امت تر غوږو ور ورسوئ تر څو له ثوابونو څخه محرومه نشي.
جزاک الله خیر
محمد صديق (تر انسانیت لوړ مذهب نشته)
