د تبليغ څلورويشتمه ورځ

ماښام زه او شېخ الحديث د جومات په انګړ کې ناست وو او د تبليغ خاطرې مو یو بل ته بیانولې، عرفان ماته او شېخ الحديث ته یو ګيلاس شيدې راوړې نو شېخ الحديث وېل الله پاک دې په جنت کې هغه شيدې او هغه شراب زموږ په نصيب کړي کوم چې د معراج په شپه رسول اکرم ﷺ ته ورکړل شوي وو.

ما وېل دا څه وایې شېخ صیب ایا زموږ پيغمبر ﷺ هم شراب څښلي؟

وېل هو خو هغه شراب او دا د کوپارو د لاس جوړ شوي شراب فرق لري، هغه شراب چې رسول اکرم ﷺ ته د معراج په شپه ورکړل شوي وو هغه نشه او مستي نه لرله.

ما وېل دا خبره دې چېرته لوستې؟ بیا یې د ابو هریرة رض دغه مبارک حديث شريف راته بیان کړ:

حَدَّثَنَا عَبْدَانُ، أَخْبَرَنَا عَبْدُ اللَّهِ، أَخْبَرَنَا يُونُسُ، عَنِ الزُّهْرِيِّ، عَنْ سَعِيدِ بْنِ الْمُسَيَّبِ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ـ رضى الله عنه ـ قَالَ أُتِيَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم لَيْلَةَ أُسْرِيَ بِهِ بِقَدَحِ لَبَنٍ وَقَدَحِ خَمْرٍ.
ژباړه:
له حضرت ابو هریرة څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ ته د اُسری (معراج) په شپه یوه کاسه شيدې او یوه کاسه شراب ورکړل شول.

  • لومړی ماخذ: صحيح البخاري کتاب ۷۴ حديث ۲۹
  • دویم ماخذ: انګليسي صحيح البخاري ۷ ټوک ۶۹ حديث ۵۰۸
  • درېیم ماخذ: صحيح البخاري حديث ۵۶۰۳

عرفان هم د شېخ الحدیث خبرو ته تعجب شو او ویل یې که دا شراب دومره بد شی دي نو ولې په جنت کې خلکو ته ورکول کيږي؟

شېخ ورته ویل چې دا شراب او هغه شراب ځمکه او آسمان فرق سره لري، دا د کوپارو په لاس جوړ شوي او د جنت شراب پخپله الله پاک جوړ کړي او بل دا چې د جنت شراب ذهنونه نه مغشوشه کوي.

د دوی تر منځ لا بحث روان وو خو ما نوره دلچسپي پکې ونه ښوده ما وېل هسې نه چې دا ډول خبرې مې عقيده نور هم پسې خرابه کړي او نور ترې را ولاړ شوم.

ملګرو تاسې له دغه مبارک حديث شريف څخه خبر وئ؟ کنه نو هيله ده چې له ملګرو سره یې شريک کړئ تر څو دوی هم خبر شي او ايمانونه یې تازه شي.

جزاک الله خیر

اړوند مطلب

د تبليغ اته دېرشمه

نن سهار له لمانځه وروسته مې شېخ الحديث خبر کړ ما وېل زه هر ورځ …

خپل آند راسره شريک کړئ