حميد ځاځی وايي ولې زموږ اکثره مسلمانان د نامتو مسلمان ساینس پوهان لاسته راوړنې او کرېډېټ اسلام ته منسوبوي په داسې حال کې چې د دوی علمي لاسته راوړنې له قرآن او حديث څخه نه بلکې له عصري علومو څخه منځ ته راغلي؟
مثلا که چېرې یو مسلمان د کفر په هېواد کې خپلې زده کړې وکړي او یوه لویه اختراع وکړي نو ایا دا اوس د اسلام کرېډېټ شو او که د عصري علم؟
هغه وايي زموږ په دينې کتابونو کې لکه د ابن سينا په څېر عالمان خپله په الحاد او ارتداد تورن شوي خو د دوی د لاسته راوړنو کرېډېټ بیا اسلام ته ور کړل شوی چې دا ولې؟
همداراز وايي که چېرې د دوی لاسته راوړنې او اختراعګانې له قرآن او حديث څخه وي نو بیا ولې په زرګونو ديني مدرسې په دې نه دي توانېدلي چې له قرآن او حديث څخه دې یوه د پنسيلين په څېر پېچکاري جوړه کړي؟
زه خو د ځايځي صیب د پوښتنو پر وړاندې بې ځوابه یم، ملګرو که چېرې ستاسې سره د ځاځي صیب د پوښتنو ځوابونه وي نو مهرباني وکړئ او یو قناعت بخشه ځوابونه ورکړئ تر څو تسکين یې حاصل شي.
جزاک الله
محمد صديق (تر انسانیت لوړ مذهب نشته)
