ايا دا دنیا په ريښتیا د مسلمانانو لپاره زندان او د کوپارو لپاره جنت ده؟

د پروني پوست په تړاو شينواري صیب پوښتنه کړې وايي په حديث شريف کې راغلي:

?حديث أبي هريرة رض قال: قال رسول الله ﷺ: الدنيا سجن المؤمن وجنة الكافر[1] رواه مسلم.

ژباړه: دنیا د مومنانو (مسلمانانو) لپاره زندان دی او د کوپارو لپاره جنت.

هغه وايي کله مې چې دا مبارک حديث لوستی نو ذهن ته مې خورا زیاتې پوښتنې را ولاړې شوي او هغه دا که چېرې دا دنیا په ريښتیا هم د مومنانو لپاره زندان وی نو بیا خو باید د قطر، کوېټ، برونای، متحده اماراتو، عمان، سعودي، بحرین، تورکیې او ماليزیا هېوادونو د اوسېدونکو مسلمانانو ژوندونه د زندان په څېر وی مګر برعکس هغوی خورا ښه د عیش او عشرت ژوندونه ترسره کوي.

بلخوا که چېرې په ريښتیا هم دا دنیا د کوپارو لپاره جنت وي نو بیا خو باید د موزمبيک، ناجېر، برونډي، کانګو، لایبېریا، ملاوي. یوګاندا، ايتوپيا او کمبوډيا د هېوادونو اوسېدونکي کوپار ډېر ښه ژوندونه درلودی خو برعکس هغوی د نړۍ تر ټولو بې وزله هېوادونه دي او ژوندونه یې تر زندانیانو هم بدتره دي.

هيله ده چې د ښاغلي شينواري صیب دغه معضله ور حل کړئ، او هيله ده ملګرو چې د ښکنځاو پر ځای علمي او منطقي ځواب ورته وليکئ.

جزاک الله خیر

اړوند مطلب

آیا خدای پاک له خپلو ناکامیو څخه پند نه اخلي او که خلکو په دروغو د پیغمبرۍ دعوې کړي؟

تورپېکۍ احمدزۍ خور له امريکا څخه پوښتنه رالېږلې وايي زه د تاريخ په رشته کې …

خپل آند راسره شريک کړئ