حضرت آدم ع څرنګه په مسجد الاقصی کې ځای شو؟

سباوون مندوزی وايي کله چې رسول الله د الاِسرا‌ء په شپه نورو پيغمبرانو ته جمعه ورکوله نو په دې ډله کې حضرت ادم ع هم زموږ په رسول اکرم ص پسې جمعه کړې خو ماته سوال دا پيدا شو چې حضرت ادم ع کوم چې ۳۰ متره یې قد ښودل شوی څرنګه په مسجد الاقصی کې ځای شوی او د مسجد الاقصی چت خو دومره اوچت هم نه دی چې بابا آدم ع دې پکښې ځای شوی وی؟

بله پوښتنه مې دا ده چې زموږ په ديني کتابونو کې ذکر شوي چې د بابا آدم ع عمر د ځينو روایاتو پر بنسټ ۹۳۰ او د ځينو ۱۰۳۰ کاله عمر ښودل شوی وو نو کله چې بابا آدم د ټولو انسانان پلار بلل شوی او د نړۍ لومړی انسان وو نو د هغه د پيدایښت نېټه چا وليکله او دا کلونه یې چا ورپسې وشمېرل چې هغه ۹۳۰ یا ۱۰۳۰ کاله ژوند کړی؟

ملګرو هيله ده چې د مندوزي صیب پوښتنې ته علمي او منطقي ځوابونه ورکړئ او همدا راز د جمعې مبارک د ورځې په پار په رسول اکرم ص باندې هم درود شريف ور واستوئ.

جزاک الله خیر

اړوند مطلب

آیا خدای پاک له خپلو ناکامیو څخه پند نه اخلي او که خلکو په دروغو د پیغمبرۍ دعوې کړي؟

تورپېکۍ احمدزۍ خور له امريکا څخه پوښتنه رالېږلې وايي زه د تاريخ په رشته کې …

خپل آند راسره شريک کړئ