دا دین ولې په ټولو یوشان نه تطبیق کيږي؟

سمير احساس پوښتنه کړې وايي دا دین ولې په ټولو یوشان نه تطبیق کيږي؟
 
هغه وايي امت مسلمه ټول په شرعي طریقه نکاح کوي او د نکاح لپاره ځانګړي شروط او ارکان شتون لري چې د هغو له جملې څخه شاهدان او د ولي موجودیت او رضایت دی.
 
خپله پیغمبرصلی الله علیه وسلم يوولس ۱۱ ښځې لرلې مګر له یوې سره یې هم د شاهدانو او ولي په موجودیت کې نکاح نه ده کړې یعنې پرته له شاهدانو او ولي څخه یې هرڅه کړي، حال دا چې خپله رسول الله ص ویلي چې نکاح پرته له ولي او شاهدانو څخه نه صحیح کيږي مګر خپله یې پرته له ولي او شاهدانو څخه نکاح کړې؟
 
• زما پوښتنه دا ده چې په ازدواج کې دا امت مسلمه ولې د خپل پیغمبر پیروي نه کوي؟
 
• او یا دا چې پیغمبر ص ولې په هغه څه عمل نه دی کړی چې خپل امت ته یې ويلي دي؟
 
هيله ده چې علما کرام دلته را منشن کړئ تر څو د دې ښاغلي پوښتنې ته علمي او منطقي ځوابونه ورکړي.
 
جزاک الله خیر

اړوند مطلب

آیا خدای پاک له خپلو ناکامیو څخه پند نه اخلي او که خلکو په دروغو د پیغمبرۍ دعوې کړي؟

تورپېکۍ احمدزۍ خور له امريکا څخه پوښتنه رالېږلې وايي زه د تاريخ په رشته کې …

خپل آند راسره شريک کړئ