حاجي صيب قيوم لیکي وايي ایا په شکمن سړي د رسالت باور کیدای شي؟
روایت همداسې دی چې الله د حضرت ابراهیم په نامه په خپل رسول د زیات باور په خاطر هغه ته د خپل زوی د ذبحه (قرباني) کولو اشاره وکړه، او دې سړي هم هغه چپه کړ تر څو الله خوشحاله کړي، مګر د هندي فلم د صحنې په څېر چاړه د پسه په ستوني تېریږي او د نر زوی سالم پاتې کېږي.
پوښتنه دلته دا ده چې الله خو د غیبو او د انسان د ټولو اعمالو څخه خبر دی او ابراهیم یې د ښه شناخت له وجې رسول کړ نو بیا دا ازمایش د څه په خاطر؟ او هغه هم د زوی ذبحه کول؟
کولای یې شول چې ورته ووایي یوه میاشت په یوه پښه و درېږه او ډوډی به هم نه خورې، مګر د عربو په نهاد کې د حلالېدو او وينو تویولو رسم او دستور نغښتی دی او دې داستان ته یې دیني لباس ورپه ځان کړ چې د خپلو وزو او اوښانو په خرڅولو عاید لاس ته راوړي.
که عربان د اسماعیل د ذبحه کېدو خود ساخته داستان د الله امر ګڼي نو اوس چې کوم انسانان حلالوي دا بیا کوم امتحان دی؟
داسې خو به نه وي چې الله ابوبکر بغدادي، ملا عمر، مزاري، رباني او نور خردجالان ازمایي؟
عجیبه مخلوق دی چې خپل خدای د وينو په تویولو خوشالوي!
محمد صديق (تر انسانیت لوړ مذهب نشته)
