د تبليغ درېیمه ورځ (سهار) – د ماشوم څېره له مور او پلار سره ولې شباهت لري

نن سهار د فجر له لمانځه څخه وروسته د ايمان او یقين خبرې وشوې نو شېخ الحديث وېل تاسې د قران او مبارکو احاديثو له معجزو څخه خبر یاست؟ موږ ټولو ووېل نه! شېخ وېل د بيولوژي د علم په اړه نيږدې ۱۴۰۰ کاله مخکې رسول الله ص هغه څه بیان کړي چې کفري هېوادونه یې ايله اوس اوس په کشف کولو باندې وتوانېدل او بیا یې د مثال په توګه دغه مبارک حديث شريف راته بیان کړ:

? حَدَّثَنَا آدَمُ، حَدَّثَنَا شُعْبَةُ، حَدَّثَنَا الأَعْمَشُ، سَمِعْتُ زَيْدَ بْنَ وَهْبٍ، سَمِعْتُ عَبْدَ اللَّهِ بْنَ مَسْعُودٍ ـ رضى الله عنه ـ حَدَّثَنَا رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ  «إِنَّ خَلْقَ أَحَدِكُمْ يُجْمَعُ فِي بَطْنِ أُمِّهِ أَرْبَعِينَ يَوْمًا وَأَرْبَعِينَ لَيْلَةً، ثُمَّ يَكُونُ عَلَقَةً مِثْلَهُ، ثُمَّ يَكُونُ مُضْغَةً مِثْلَهُ، ثُمَّ يُبْعَثُ إِلَيْهِ الْمَلَكُ فَيُؤْذَنُ بِأَرْبَعِ كَلِمَاتٍ، فَيَكْتُبُ رِزْقَهُ وَأَجَلَهُ وَعَمَلَهُ وَشَقِيٌّ أَمْ سَعِيدٌ ثُمَّ يَنْفُخُ فِيهِ الرُّوحَ.»
? ژباړه: له حضرت عبدالله بن مسعود رض څخه روایت دی رسول الله ص فرمايلي: له تاسې څخه د هره یوه خلقت د انسان له (یعنې له نطفې – د مني یو څاڅكى) څخه پیل کيږي چې د مور په ګېډه کې تر څلويښتو ورځو او څلوېښتو شپو پورې جمعه کيږي. بیا هغه علقه (د وینې ټوټه) شي په همدغومره زمان کې (معنا ۴۰ شپې او ۴۰ ورځې) بیا مضغة (د غوښې وړه بوټۍ) شي په همدغومره موده کې (معنا ۴۰ شپې او ۴۰ ورځې). بیا له هغه فرښته ور ولېږل کيږي (د الله له لوري) او هغه ته د څلورو شیانو حکم کيږي. تر څو د هغه روزي، د هغه مرګ، د هغه عمل چې نېکبخته او که بدبخته به وي وليکي. بیا په هغه کې ساه (روح) پو کيږي (را ژوندی کيږي).

  • ? لومړی ماخذ: صحیح البخاري (كتاب التوحيد – باب قَوْلِهِ تَعَالَى) حدیث ۷۴۵۴
  • ? دویم ماخذ: صحيح البخاري ۹۷ کتاب ۸۰ حديث
  • ? درېیم ماخذ: صحيح البخاري انګليسي ۹ ټوک ۹۳ کتاب ۵۴۶ حديث
  • ? څلورم ماخذ: صحیح البخاري (كتاب بدء الخلق – باب ذِكْرِ الْمَلاَئِكَةِ) حدیث ۳۲۰۸
  • ? پنځم ماخذ: صحيح مسلم (كتاب القدر – بَاب كَيْفِيَّةِ خَلْقِ الْآدَمِيِّ فِي بَطْنِ أُمِّهِ وَكِتَابَةِ رِزْقِهِ وَأَجَلِهِ وَعَمَلِهِ وَشَقَاوَتِهِ وَسَعَادَتِهِ) حديث ۲۶۴۳

ما او عرفان دواړو ووېل سبحان الله! په دې وخت کې خدای وهلی عاطف بیا را جګ شو وېل شېخ صیب ما چې حساب ورته وکړ نو جنين ۴۰ ورځې او شپې د سپرم د څاڅکي په توګه تېروي، ۴۰ ورځې او شپې د علقې (د وینې ټوټې) په توګه تېروي او ۴۰ ورځې او شپې بیا د مضغې (د غوښې وړه بوټۍ) په توګه چې دا شوې ټول ټال ۱۲۰ ورځې او ۱۲۰ شپې خو ځه ستا په خاطر به شپه او ورځ په یوه حساب کړم چې په دې حساب ټول ۱۲۰ ورځې شي مګر په حقيقت کې ساینس موږ ته ويلي چې په ۵۶ ورځو کې جنین اساساً بشپړ وي (مطلب یو کوچنی انسان چې د بدن ټول غړي یې ځای پر ځای او انساج یې جوړ شوي يا رسېدلي وي نو اوس موږ ستا ومنو او که ساینس؟

بل دا چې روح خو حتا د سپرمو په هګيو کې هم وي او کله چې د جنین په حالت کې هم وي نو روح پکښې کې وي ځکه چې هغه یو ژوندی جسم وي نو څنګه په یوه ژوندي ژوي کې ملایکې بیا له سره روح ور پو کوي؟

شېخ وېل زه خو د دغه ګستاخ او بدبخته عاطف له لاسه د تبليغ په خوند هېڅ پوه نه شوم او په هر بیان کې چېلکونه را اچوي، که چېرې دا شخص نور زما په څنګ کې موجود وي نو زه نور بیان ته نه ولاړېږم، تاسې باید یا دغه شخص وباسئ او یا هم زه نور له تبليغ څخه ځم.

اخر مو شېخ بېرته را ټينګ کړ او عاطف ته مو وویل چې نور وځه له دې ځایه. شېخ د اشراق د لمانځه تر وخت خپل بیان جاري وساتلو او له هغه وروسته ما او عرفان د اشراق لمونځ ادا کړ او بیا یوه سترګه ويده شوو. عاطف فکر کوم له جومات څخه بهر ووتلو او بېرته رانغئ، خدای دې وکړي چې تښتېدلی نه وي.

اړوند مطلب

د تبليغ نهه دېرشمه ورځ – رسول الله مبارک خپله ژبه د حسن په خوله کې ورکړه

پرون ماسپښين زموږ د تبليغ یوه ملګري خپل کوچنی زوی جومات ته راوستی وو د …

خپل آند راسره شريک کړئ