د تبليغ دویمه ورځ – د ملایکې دنده د مور په رحم کې

د ماښام له اذان وروسته عرفان پاڅېدلو او اعلان یې وکړ چې ملګرو تاسې له لمانځه وروسته پر خپلو ځایونو کې تشريف ولرئ ځکه چې دلته به د ايمان او یقين خبرې کېږي، وېل زموږ ټولو کامیابي په دين کې ده او الله پاک به دونیاوي او اوخروي کامیابي ستاسې او زموږ ټولو په نصيب کړي.

شېخ چې را پاڅېدلو نو له درود شریف ویلو وروسته یې وېل ګورئ مومنانو! الله پاک موږ څومره له حقيرو اوبو څخه خلق کړي یو خو سربېره په دغه هم بیا الله پاک خپل ټول نعمتونه زموږ ګناهکارو بندګانو په خدمت کې راکړي خو موږ بیا هم ناشکري کوو، شېخ وېل کله چې الله پاک د خپلو بندګانو د پيدا کولو اراده وکړي نو د هرې مور لپاره د هغه په رحم کې یوه ملایکه مقرره کړي تر څو الله پاک ته د هرې مرحلې مفصل راپور ورکړي او بیا یې دغه مبارک حديث ټولو ته بیان کړ او زموږ ايمانونه یې پرې تازه کړل:

? حَدَّثَنَا سُلَيْمَانُ بْنُ حَرْبٍ، حَدَّثَنَا حَمَّادٌ، عَنْ عُبَيْدِ اللَّهِ بْنِ أَبِي بَكْرِ بْنِ أَنَسٍ، عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ ـ رضى الله عنه ـ عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ «وَكَّلَ اللَّهُ بِالرَّحِمِ مَلَكًا فَيَقُولُ أَىْ رَبِّ نُطْفَةٌ، أَىْ رَبِّ عَلَقَةٌ، أَىْ رَبِّ مُضْغَةٌ. فَإِذَا أَرَادَ اللَّهُ أَنْ يَقْضِيَ خَلْقَهَا قَالَ أَىْ رَبِّ ذَكَرٌ أَمْ أُنْثَى أَشَقِيٌّ أَمْ سَعِيدٌ فَمَا الرِّزْقُ فَمَا الأَجَلُ فَيُكْتَبُ كَذَلِكَ فِي بَطْنِ أُمِّهِ»

? ژباړه: له حضرت انس رض څخه روایت دی چې له رسول الله (صلی الله علیه و سلم) فرمايلي الله ج یوه فرښته (ملایکه) د رحم لپاره ټاکي او وايي اې ربه! (دا) نطفه (د مني یو څاڅكى) دی، اې ربه! (اوس) علقه (د وینې ټوټه) ده، اې ربه! (اوس) مضغة (د غوښې وړه بوټۍ) ده، او بیا چې کله الله پاک وغواړي خپل خلقت بشپړ (تکميل) کړي نو فرښته وايي چې اې ربه! ايا دا به نارينه او که ښځينه وي؟ بدبخت (بدکار) او یو نېکبخت (نېکو کاره) به وي؟ رزق به یې څومره وي؟ عمر به یې څومره وي؟ فرښته دا ټول څه هغه خت لیکي چې مخلوق (ماشوم) لاهم د مور په رحم (خېټه) کې وي.

  • ? لومړی ماخذ: صحیح البخاري (كتاب القدر – كتاب أحاديث الأنبياء) حدیث ۶۵۹۵ او حديث ۳۳۳۳
  • ? دویم ماخذ: صحيح البخاري (باب فِي الْقَدَرِ) ۸۲ کتاب ۲ حديث
  • ? درېیم ماخذ: صحيح مسلم (بَاب كَيْفِيَّةِ خَلْقِ الْآدَمِيِّ فِي بَطْنِ أُمِّهِ وَكِتَابَةِ رِزْقِهِ وَأَجَلِهِ وَعَمَلِهِ وَشَقَاوَتِهِ وَسَعَادَتِهِ) حديث ۲۶۴۶
  • ? څلورم ماخذ: صحيح مسلم انګليسي (كتاب القدر) ۳۳ کتاب ۶۳۹۷

موږ ټولو وویل سبحان الله! ځار د الله پاک له قدرتونو شم. په دې وخت کې زما له څنګ څخه عاطف را پاڅېد وېل شېخ صیب د ماشوم جنسیت خو د نارينه د سپرمو له کروموزومونو څخه تشخيصيږي نو ملایکې خو باید د نارينه د ارضا کېدو او د تخمې د القاح کېدو په وخت کې خبر ورکړي چې د ماشوم جنسیت څه دی او ما خو پرون هم تاسې ته عرض وکړ چې ساینس کولای شي چې د نارينه او ښځينه کروموزوم په سپرم کې درته مالوم کړي مخکې له دې چې د ښځينه رحم ته ننوځي نو دا ملایکې ولې دومره وروسته د ماشوم د جنسیت خبرې کوي او بیا دوی د ښځو په رحم کې څه کوي؟

ایا دوی په ښځو اضافه بوج نه راوړي چې هلته په هغه تنګ ځای کې کرارې ناستې وي او بل هېڅ کار نه کوي؟

وېل الله پاک ته خو دا هرڅه پخپله مالوم دي نو له ملایکو بیا ولې راپورونه غواړي؟

شېخ وېل ګوره ګوستاخه! ستا عقيده خو مزخرفو ساينسي علوموم در خرابه کړې نو ولې بار بار د رسول الله د احاديثو په اړه پوښتنې را ولاړوې؟

ما عاطف ته اشاره وکړه ما وېل نور وځه چې کيسه خرابيږي، هغه چې ووت ورپسې ورغلم ما وېل د خدای نېکبخته که تا چېرې زموږ په وطن کې دا ډول پوښتنې کړې وی نو د فرخندې او مشال کيسه یې درسره کوله، عاطف وېل هغه څوک دي؟

ما بیا د دواړو کيسه ورته وکړه او سړی مې لږ و ډار کړ او بیا یې یو دوه رکعته شکرانه نفل ادا کړل چې له وهلو او ډبولو بچ شو، زه بېرته د شېخ الحديث تقرير ته ورغلم او ورته غوږ شوم.

اړوند مطلب

د تبليغ نهه دېرشمه ورځ – رسول الله مبارک خپله ژبه د حسن په خوله کې ورکړه

پرون ماسپښين زموږ د تبليغ یوه ملګري خپل کوچنی زوی جومات ته راوستی وو د …

خپل آند راسره شريک کړئ