د تبليغ اوه دېرشمه ورځ – رسول الله د بې هوشۍ په حالت کې بربنډ ليدلی شوی

پرون غرمه زه او شېخ الحديث په عرفان پسې ورغلو چې له روغتون څخه یې بېرته جومات ته راولو نو د روغتون د دروازې مخې ته یو هندی ځوان پروت وو چې عورت یې ټول ښکاره کېدو.

عرفان په خندا شو وېل شېخ صیب هغه وګوره د دې سړي ټول سامان ښکاري.

شېخ وېل ګوره ما تا ته څو ورځې مخکې د رسول الله مبارک حديث بیان نه کړ او درته و مې نه ویل چې د بل شخص او د مړي سامان ته به نه ګورئ ځکه چې رسول الله مبارک موږ له دې کار څخه منع کړي یو؟

ما یو دسمال واخيست او د دې شخص پر ځان مې ور واچولو تر څو عورت یې پټ شي او بیا مې د هغه خواته له ناست شخص څخه وپوښتل چې په دې ځوان څه شوي او ولې بې هوشه پروت دی؟

نوموړي شخص وېل دا په نانوايي کې کار کوي او نوی نوی یې دا کار شروع کړی او د تناره د اور تر څنګ به ولاړ وو او د ډېرې ګرمۍ په وجه بې هوشه شو.

شېخ وېل ګوره داسې حالت په هر چا راځي او حتا رسول الله مبارک هم له داسې حالت څخه مستثنا نه وو او یوه ورځ هغه هم د ګرمۍ له وجې بې هوشه شو او صحابه کرامو بربنډ ليدلی وو.

عرفان وېل شېخ صیب آيا رسول الله مبارک هم په نانوايي کې کار کولو او بې هوشه شوی وو؟

شېخ وېل نه جاهل انسانه هغه د کعبې شريفې لپاره ډبرې وړلې چې بې هوشه شو او بیا یې دغه مبارک حديث شريف موږ ته بیان کړ:

? عَنْ جَابِرَ بْنَ عَبْدِ اللَّهِ، يُحَدِّثُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم كَانَ يَنْقُلُ مَعَهُمُ الْحِجَارَةَ لِلْكَعْبَةِ وَعَلَيْهِ إِزَارُهُ. فَقَالَ لَهُ الْعَبَّاسُ عَمُّهُ يَا ابْنَ أَخِي، لَوْ حَلَلْتَ إِزَارَكَ فَجَعَلْتَ عَلَى مَنْكِبَيْكَ دُونَ الْحِجَارَةِ. قَالَ «فَحَلَّهُ فَجَعَلَهُ عَلَى مَنْكِبَيْهِ، فَسَقَطَ مَغْشِيًّا عَلَيْهِ، فَمَا رُئِيَ بَعْدَ ذَلِكَ عُرْيَانًا صلى الله عليه وسلم»

? ژباړه: حضرت جابر رض روایت کوي چې کله رسول الله ص د مکې له خلکو سره (یوځای) تيږې (ډبرې) د کعبې د جوړولو لپاره وړلې (نقل کولې) نو  ِازار (عربي لنګ) یې اغوستی وو. د رسول الله تره حضره عباس رض رسول الله ص ته وویل: اې زما وراره! (ستا لپاره به غوره وي) ته خپل ازار وباسه او په خپلو اوږو یې تر تيرږو لاندې واچوه (معنا چې اوږې دې زخمي نشي) رسول الله ص خپل ازار و ايستلو او پر خپلو اوږو یې واچولو مګر رسول الله مبارک بې هوښه شو او له هغه وروسته رسول الله ص بیا هېڅکله هم لوڅ (بربنډ) نه دی ليدل شوی.

  • ? لومړی ماخذ: صحيح البخاري حدیث (كتاب الصلاة – باب كَرَاهِيَةِ التَّعَرِّي فِي الصَّلاَةِ وَغَيْرِهَا) حديث ۳۶۴
  • ? دویم ماخذ: صحيح البخاري حدیث ۸ کتاب ۱۶حديث
  • ? درېیم ماخذ: صحيح البخاري انګليسي ۱ ټوک ۸ کتاب ۳۶۰حديث
  • ? څلورم ماخذ: صحيح مسلم (كتاب الحيض – باب الاِعْتِنَاءِ بِحِفْظِ الْعَوْرَةِ) حدیث ۳۴۰
  • ? پنځم ماخذ: صحيح مسلم ۳ کتاب ۹۴ حديث

عرفان وېل شېخ صیب بښنه غواړم شیطان لعين ماته خندا راوستله کنه ما باید خندلي نه وی او نور بیا موږ بېرته جومات ته را ستانه شوو.

اړوند مطلب

د تبليغ نهه دېرشمه ورځ – رسول الله مبارک خپله ژبه د حسن په خوله کې ورکړه

پرون ماسپښين زموږ د تبليغ یوه ملګري خپل کوچنی زوی جومات ته راوستی وو د …

خپل آند راسره شريک کړئ