زموږ ګاونډی له تېرو څو میاشتو څخه ناروغ وو او چې کله یې معاینات ترسره کړل نو مالوم شو چې د سرطان په ناروغۍ اخته وو، هغه په ډاکټرانو چندان یقين نه ساتلو او خورا مذهبي سړی وو، کوم چا ورته ویلي وو چې دلته یو عالم پيدا شوی چې د هر ډول ناروغۍ علاج ورسره شته نو دی د نر زوی هم د خپلې درملنې په موخه دغه ملا ته ورغلی وو.
ملا ورته ويلي وو که چېرې کوم شخص د سرطان په ناروغۍ اخته وي او له بلې هېڅ طريقې سره یې رنځ نه ښه کېږي نو هغه دې تر (۷) ورځو پورې (۱۰۰) ځله «یـَـارَقِــیْــبُ» ولولي او په خپل ځان یې دې چوف کړي نو د الله پاک په فضل سره به یې سرطان بلکل ورک شي.
هغه بله ورځ خوارکۍ مړ شو او ماته چې څومره اندازه ولګېده نو د نوموړي عقيده په دې وروستیو کې کمزورې شوې وه نو ځکه دم پرې تاثير ونه کړ.
ملګرو تاسې ته کومه بله مسنونه دعا درمالومه نه ده چې د سرطان د ناروغۍ درملنه وکړي؟