د یو څو ترخو خبرو هضم کولو حوصله مو غواړم :
له سهاره راهيسي ځينې ملګري پيغامونه او ويډیوګانې راليږي چې د فوزیې په نامه کومې مېرمنې قران سوځولی او د هغه ويډیوګانې په زرګونو کسانو خپرې کړې او شريکې کړې او د فوزیې د اعدام او وژلو غوښتنه یې کړې.
زه دا مېرمن نه پېژنم او نه هم کله ورسره مخ شوی یم او که په ريښتیا دا کار یې کړی هم وي نو دا یې ډېر غلط کار کړی، زه د هېڅ چا د مذهب د سپکاوي پلوی نه یم ولوکه هغه هر دين او هر مذهب وي، هر انسان حق لري چې په یو څه نقد او یا یې په اړه پوښتنې وکړي خو د پوښتنې او نقد باید له سپکاوي سره تفکيک وشي. که چېرې دغه مېرمنې دا کار کړی هم وي نو موږ او تاسې دا حق نه لرو چې د هغه ژوند ورڅخه واخلو ځکه ژوند اخيستل یوازې د خدای کار دی نه د انسانانو او د جرم د اثبات په صورت کې د همغه هېواد د قوانينو مطابق جزا باید ورکړل شي چېرې چې جرم یې ترسره کړی.
ټاليبانو په جوماتونو کې په انتحاري بريدونو درجن درجن قرآنونه وسځول هغو ته ستاسې غیرت او ايمان را پانه څېدلو خو د یو بې وسه مېرمنې پر خلاف بیا سمدستي ستاسې پلاستکي غیرتونه را پاڅېدل؟ کاش همدا غبرګونونه مو د ټاليب او داعش پر وړاندې ښودلي وی نو نن به مو حالت داسې نه وو.
هغه د برېتو قانع خبرې رایادې شوې چې ویل یې دوې قبضې ږیره به یې پرې ایښې وي، غټه پګړۍ به یې پرسر وي، لمونځ او اودس به هم کوي، خو هلک به ورسره وي، افتخار به هم پرې کوي چې هلک ساتم.
ټوله منطقه به پرې خبره وي، چې د لواطت لپاره یې ساتلی دی، په خپله هم اعتراف کوي، خو د شملو غیرتونو او مېړانو په وطن کې داسې څوک نه پیدا کېږي چې د سزا او جزا میدان ته یې راکش کړي. تر دېوال یې لاندې کړي، په کونه یې لرګي ور ومنډي او له ګناه او طغیان څخه یې منع کړي.
خو که پر بې وسه ښځه یا نجلۍ د زنا تور پورې شو، نو ملا او امي، خان او دهقان، نجار او ټټار، شریف او بدماش، اوښبه، اهنګر او بزګر ټولو به کاڼي را اخستي وي او سنګساروي به یې.
نه به د سنګسار په شرعي حد پوه وي، نه به یې له شواهدو خبر وي، نه به یې د فتوی الف او بې زده وي، بس نارې به وهي چې محمد دې شفاعت نه کوي، په درنو درنو کاڼو یې نه ولئ!
دا خو لا څه کوې، پر ښځه به یې درې شالونه اچولي وي، پر شالونو برسېره یې چادري هم ورسره پرسر کړې وي. ډاکتر ته به وایي چې مړوند یې د پېچکارۍ لپاره مه لوڅوه تر پوړوني کمېس او چادري یې پېچکاري ورتېره کړه او بیا یې په غوښه کې ور ولګوه.
پدې عمل به فخر کوي ځانته به باناموسه وایي، په خلکو کې به په سترناک، پرده دار او شاخدار مشهور وي.
صفت به یې دا وي چې د الله حاجي غومبر دومره غیرتمن دی چې ښځې یې د لمر سترګه نه ده لیدلې داسې غیرتمن دی چې ښځې یې د کلا د مخې دېوال هم نه دی لیدلی.
دې ته وایي پښتون، دې ته وایي غیرتي، دې ته وایي مېړه. افرین دې وي پر تا دې وي.
خو چې کله ښار ته راشي نو سترګې به یې په پردو ښځو کې ښخې وي، د رنډیو په ادرس پسې به ګرزي، د ښار زر تنه مرده ګوان به پېژني او چې مریض شي، نو یوناني طبیب ته به لویه غټه کونه پروت وي او ورته وایي به چې له سومبۍ څخه مې د بواسیرو پوړۍ وباسه.
په موبایل کې به یې د نغمې سندرې ثبت کړې وي، د هندي فلمونو د نجونو عکسونه به یې په کې ډانلوډ کړي وي، خو چې په چم ګاونډ کې یې واده ښادي جوړه شي، نو ښځې ته به وایي چې په ډنګرو لاسونو دایره مه وهه، ناروا ده.
چې غریب وي، بې وسه وي، بې ډوډۍ وي، بې روپۍ وي، نو د لوږو تندو، بې وسه او بې کسه وختونو یوازینۍ شریکه یې مېرمن وي. خو چې د شتو مالک شي، پانګه پیدا کړي، روپۍ پیدا کړي، بله ښځه کوي. ولور یې شل دېرش لکه روپۍ مصرفوي، زړې مېرمنې ته د سپۍ په سترګه نه ګوري.
د اولادونو د زکام علاج هم نه کوي، له نوې مېرمنې سره د پسونو لمونه خوري او کولیسترول یې په سیکس مصرفوي.
که یې وس وشي درې څلور ودونه کوي، د اولادونو د تعلیم غم یې نه کوي، د ډوډۍ غم یې نه کوي، وایي د خدای بندګان او د نبي امتیان دي، د رزق او روزي پوروړی یې خدای دی.
په چم ګاونډ کې به یې د پنجاب او کولاب لنډه غر ګرزي، د پلار او نیکه پر هدیره یې متیازې کوي، د خپل وطن کفار به یې پرې اېښې وي، دده د وطن له کفارو سره به جګړه کوي.
د کلا او جومات مخ ته به انسان د پسه په څېر ورته حلالوي، د کروندې تراکتور ته به یې بمونه ږدي، د پاخه سړک پلونه به په بارودو ورته الوزوي، کلینیک به ورته سوځي او ده ته به د سپي اهمیت هم نه ورکوي.
خو په ده کې دا غیرت نه پیدا کېږي، چې بېګانه قاتل، بېګانه بدماش، د پردو نماینده جګړه مار د خپل وطن غدار ته کرښه را کاږي چې زما پر خاوره، زما د جومات مخې ته، زما ورور نه شې وژلای، زما جومات نه شې ورانولای، زما د کروندې تراکتور ته بم نه شې پټولای، که جهاد کوې په پاکستان کې هم د امریکا هډې شته، که د فساد پرضد جنګېږې په پنجاب کې هیرامنډيي ته ولاړ شه، که اسلام غواړې په اسلام اباد کې یې وغواړه چې د اسلام د ارزښتونو د خرڅلاو مارکېټ دی.
خدای پاک به وطن ورکړی وي، ځمکه به یې ورکړې وي، غرونه به یې ورکړي وي، هستي به لري، خو ګټه به نه ترې اخلي، پردې دنیا به د ښه ژوند اجاره د کفارو حق بولي او پر بله دنیا به د عیش او نوش خوبونه ویني.
نسواري زیړې داړې به جنیګې کړي او وایي به؛ والله دا دنیا خو د کفارو ده خداې دې اخرت را سم کړي، خدای مې دې بې ایمانه تر دې دنیا نه تېروي، خدای مې دې ایمان نصیب کړي، دا دنیا خو تېره ده!
وه لوده مشره، ته ایمان څه ته وایې؟
دا ایمان دی چې ډوډۍ نه لرې، دا ایمان دی چې د ځان اختیار نه لرې، دا ایمان دی چې د کفارو محتاج یې، د پرتاګه پرتوګاښ هم کفار درته جوړوي، د تن کمېس او د مدفن کفن دې هم د کفر په لاس جوړېږي.
د خیرنې کونې د استنجا پلاستیکي لوټه هم کفار درته جوړوي، هغه تسبې چې ته الله، الله پرې کوې هم په چین کې درته جوړېږي، دارو درمل هم د کفر له مارکېټه درته راځي، د سجدې جای نماز هم په چین او هند کې درته جوړېږي، د جومات د اذان لوړسپیکر دې هم میډ این چاینا دی.
ته دا ایمان وایې څه ته؟ جهل ته؟ ورو وژنې ته؟ له ښځې سره دښمنۍ ته؟ قتل ته؟ لوږې ته؟ تندې ته؟ احتیاج ته؟ د پردو خیرات ته؟ د مړو اسیکات ته؟ د عربو مزدورۍ ته؟ د پنجاب جاسوسۍ ته؟ د وطن دښمنۍ ته، د جومات بربادۍ ته، د پلونو، کلینکونو، مکتبونو، دفترونو کنډوالو ته؟ د ژوندانه عذابونو ته؟ ناتمامه ذلتونو ته؟ بې پوښتنې مرګونو ته؟ بې دوا رنځونو ته؟ خونړیو تاړاکونو ته؟ بې دینه عملونو ته؟
واخ، واخ پښتونه، خو زړه دې راکې خوړین کړ!!!