
(۱) که د نوي کال مبارکي ویل منع وي، نو کارول خو یې باید بیا قطعا منع وي. بیا یې باید استعمالول هم بند کړو. دا کار له سره ممکن نه دی. ټوله ټکنالوژجي، د ټولې نړۍ پېښې په همدې کال درج کېږي، نو دا څه مانا چې کاروم یې، خو د ښې کارېدنې لپاره یې له دوعا کولو (مبارکي ویل دوعا دي)، منع یم؛
(۲) خدای پاک وایي چې لا تسبوا الدهر، فإن الدهر هو الله… زمانې ته بد مه وایاست، د زمانې هرڅه د خدای په لاس کې دي. کال، میاشت، ورځې، کائنات ټول د هغه دي. نه د عیسوي دي، نه د یهودي دي، نه د مسلمان دي. زمانه د خدای پاک ده، هغه یې اړوي را اړوي، د ورځو، شپو، کال او میاشتو اوښتون د هغه د قدرت نښې دي؛
(۳) مبارکي بل څه نه ده، د بختورتیا او تبرک دوعا ده. دوعا چې په هر مناسبت وشي، غوره ده؛
(۴) مېلادي کال اوس د ټولې نړۍ د پېښو د ثبت او تاریخ وسیله ده. یواځې عیسویان نه، بودایان، مسلمانان، سیکهان او … ټول یې لمانځي. موږ هم د بشریت برخه خلک یو. خیر، رفاه او بختورتوب مو د لوی بشري کلي له ټولو کلیوالو سره په نیږدېکت او ښه درک کې ده، نه په لریتوب، او عناد کې. بلکې هغه کال او نېټه کارول چې ټوله نړۍ یې کاروي، موږ له نړیوالو سره همغږي کوي؛
(۵) کله چې پر سفر ځو، هر نوی ښار چې په مخ راځي، یا دمه اخلو، یا سودا اخلو، یا یوه شېبه تم کېږو، یا نوې پرېکړه کوو. هر سهار د ټولې ورځې پلان جوړوو، د کار قراردادونه، د کرایې قراردادونه هرڅه مو د میاشتې له پیل سره ختمېږي یا نوي کېږي. لنډه دا چې موږ هر نوی پړاو، که زماني وي، که مکاني وي، د یوه نوي پیل، نوي عزم، نوې ارادې، نوي ابتکار د پیل لپاره بهانه ګرزولای شو.
(۶) د یوه تقویم کارول د بل تقویم د مخالفت یا کم ارزښتۍ په مانا نه دی. د کرکېلې، ملي پېښو، او طبیعیاتو لپاره بهترین تقویم شمسي دی چې د پسرلي له پیله پيلېږي د خزان په پای پایته رسېږي، لومړۍ میاشت یې حمل بولي، ځکه چې بوټي حمل پکې اخلي. د مذهبي مناسکو د اجراء لپاره بهترین تقویم قمري دی، خو دا چې هر کال لس لس ورځې مخته شاته ځي، نو نه د کرکېلې، نه د نورو ثوابتو، نه د زېږد نېټو لپاره مناسب تقویم دی، او زموږ د اقتصادي او بین المللي اړیکو لپاره بهترین تقویم مېلادي دی. هر یو به د خپل اهمیت له امله په خپل ځای کې کاروو.
(۷) که دومره بد کار وي، نو پاکستان چې رسمي تقویم یې عیسوي دی، باید د دې کبیره ګناه په تداوم او تکرار سره مطلق تکفیر کړای شي، خو دا کار به څوک کوي؟ زموږ اسلاخی، اخوان او ټالیب خو خپله د پاکستان ډبیان دي. خبره دا ده چې د ملایانو خولې افغان خوار ته ور اوړي. د خپلو شیخ صاحبانو ځالې پنجاستان ته نه.
ډیر کلونه راغلل او تیرشول، خو پوره څلور لسیزې وشوې چې په ګران افغانستان کې دخوشالیو د نوي کال خوښۍ مو ونه لیدلې. جنګ جګړوزموږ افغانانو نه ټولې خوښۍ اخیستلي دي، جګړې او جګړه مارانو زموږ ټولو خوږ ژوند راته تریخ کړی دي. دجګړې تورې بلا او خپسې خپل تور وزرونه پر موږ غوړولي دي او خوشالیو ته مو نه پریږدي. دجګړې دتورې بلا دمړینې او په هیواد کې دخوشالیو او تلپا تې سولې په هیله.
ملګرو دا پیغام تر نورو هم ور ورسوئ چې ولې موږ نوی کال لمانځو.
محمد صديق (تر انسانیت لوړ مذهب نشته)