مرید نامه! 

د ځوانانو په ښار کې ګرځېدل، چې پر ګونګه مدرسه ورپېښ شول. دې ښار ته یې ځکه د ځوانانو ښار وایه، چې مشرانو او سپینږیرو یې یو بل سره وژلي او خلاص کړي وو.

د مشرانو د خپلمنځي وژنو په کلونو کې د هغوی کوشني یتیمان پاتې شول، چې په تېرو څو کلونو کې اوس را زلمي شوي وو. دوی په دې نه پوهېدل، چې پلرونو یې ولې او د کوم ارزښت لپاره یو بل سره وژلي وو، خو د دومره پوښتنو په منځ کې حیران او سرګردانه مرید خپل ببرسری پير وپوښت، چې د ګونګې مدرسې په راز یې خبر کړي.

پیر چې وخندل، نو د مدرسې له دروازې سره د ونې له څانګو څو وچې پاڼې پر لاره راپریوتلې، مستانه ببرسري ځواب ورکړ: 

دې ته ځکه ګونګه مدرسه وايي، چې د (ولي؟)، (څنګه؟) ، (چا؟) او (دڅه لپاره؟) پوښتنې په کې منع دي. هېڅ زده کړیال نه شي کړای د نړۍ، پېښو، تاریخ او پوهنو په اړه د (ولې؟) پوښتنه وکړي.

د (ولې؟) پوښتنه جرم او ګناه ده، چا چې وویل : ولې….؟ نو وژل کیږي. 

مرید بیا وپوښتل، نو د ولې؟ په وړاندې ولې قدغن لګېدلی دی؟ 

پیر بیا کټ کټ وخندل او ځواب یې ورکړ؟ 

د دې ښار مشران دوه برخې شوي وو، یوې برخې به پوښتنې کولې، چې ولې خلک ناپوهه، خوار، وږي او ناخبره دي؟ دوهمې ډلې چې د خلکو له ویښتیا، پوهې او خبریدو ویریدل او په دې کې یې خپل واک وځواک ته ګواښ احساساوه، له پوښتونکیو سره دوښمني پیل کړه او شخړه ونښته، جګړه د (ولې؟) پر سر پېښه شوه او یو نسل ټول تباه شو. 

ځوان نسل، چې د (ولې؟) پرسر د جګړې د بلهاریانو یتیمان دي، له دې ډاره چې بیا ونه وژل شي، نور د (ولې؟) پوښتنه نه شي کړای. 

زده کوونکي په ښوونځي کې لولي: (ډوډۍ، اوبه، هوا) خو که چا وپوښتل، چې ډوډۍ له کومه کیږي؟ اوبه ولې شته؟

او هوا څه ده؟

نو د دې پوښتنو لپاره خپل ژوند له ګواښ سره مخامخولای شي. د همدې لپاره په دې مدرسه کې یوازې ښوونکي خبرې کوي او زده کوونکي باید ګونګه روژه ونیسي، یوازې د ښوونکیو خولو ته وګوري اوبس. 

مرید، چې له پوښتنو څخه ویریدلی و، بل ځل یې پوښتنه ونه کړه، چې ولې؟

ع.غ. لېوال

اړوند مطلب

دا کورنۍ، جغرافیه او ټولنه ده چې تاسې ته دين ټاکي نو بیا دا تعصب د څه لپاره کوئ؟

که چېرې تاسې په اسرائیلو کې پيدا شوي وئ نو اوس به ښايي یهودان وئ، …

خپل آند راسره شريک کړئ