بدبختانه مونږ هغه ملت یو چې جهادونه غواړو خو هغه جهادونه چې نور پکې مړه شي. کله چې خپله پکې مړه شو هغه بیا جهاد نه بلکې فساد ګڼو. دومره عقل نه استعمالوو چې جهاد هم جګړه ده او خامخا به پکې خپل او پردي مړه کیږي. د جهادو شوقیان به تل په جهادو کې یا د جهادو په نوم وژل کیږي او نور به ورته بیا د وژل کیدا (شهادت) مبارکیانې ورکوي.
څلویښت کاله مو په جهادو کې هېواد تباه شو خو لاهم وحشت پلوي دغه جګړې ته د تقدس بڼه ورکوي. دلته د نیمو جهاد د نیمو نورو فساد دی او د نیمو نورو جهاد د لمړنۍ ډلې فساد دی. خو سمو انسانانو ته د دین یا عقیدې لپاره جګړه کول وحشت دی.
موږ د قاتل د تورنولو پر ځای د مقتول پر سپیناوي ډېر وخت لګوو او هغه سپیناوی چې بایدخدای پاک ته یې ورکړو، ګناهګارو وحشي لېوانو ته یې ورکوو.
• اوس خبره باید په دې وشي چې د مذهبي وحشي لېوانو غاښونه به څنګه ایستل کېږي؟
• د کوڅه ډبو مذهبیانو اخلاق به څه وخت او څنګه انساني کېږي؟
• د وحشت رمباړې او د تکبیر نارې به څه وخت او څنګه سره بیلېږي؟
• خدایي به خدای پاک او بندګي به بنده ګانو ته څه وخت ور ستنېږي؟
• د انسان د کرامت پایمال به څه وخت درېږي؟
• د مسلمان له زړه څخه کډه شوی رحم، انسانیت، عاطفه او عزت النفس به څنګه بیرته ورته را ستنېږي؟
ژوند وژغورئ ځکه د انسانانو تر ژوند ژغورلو بل ستر جهاد نشته.