عصمت عزيز ورور ليکلي وايي یوه خبره همېشه زما په ذهن کې راګرځي چې ولې موږ مسلمانان د نورو ادیانو د پیروانو یو عمل جنایت، ظلم او حرام بولو خو همغه عمل بیا د ځان او خپل دین لپاره دیني رکن، ثواب او عبادت بولو لکه د مثال په توګه:
- ⭕ د نورو حمله پر اسلامي هېواد یرغل او جنایت بولو مګر د عربو حملې له سعودي څخه زموږ پر خاوره او ټوله نړۍ باندې بیا جهاد او فتح بولو، همداراز مړي یې شهيدان او ژوندي یې غازیان بولو؟
- ⭕ زموږ د مسلمانانو ملایان او دينپوهان نورو ادیانو ته توهین کوي او هغوی ته نجس، حرامیان، ولد زنا، غلط او جاهل وایي مګر که هغوی یا بل څوک ووایي چې اسلام بد دین دی، د جنایاتو او وژلو دین دی نو دا بیا توهین بولو او د هغه شخص چې دا خبره یې کړې وژنه یې روا بولو؟
- ⭕ که چېرې کوم عیسوی، یهود یا هندو مسلمانيږي نو هېڅ جرم نه دی او د مسلمانېدو په خوشالۍ کې یې اتڼونه کوو او فقط سنت کوو یې خو که چېرې کوم مسلمان بل دین ته ولاړ شي نو سر یې قلم کوو او وژنو یې، ایا دا قضاوت سم دی؟
- ⭕ موږ د نورو ادیانو د پیروانو خلاف جنګ جهاد بولو خو که هغوی زموږ خلاف جنګ کوي نو دا بیا ظلم بولو؟
- ⭕ که یو هندو د ډبرې بت ته عبادت کوي نو خره یې بولو او وایو چې په خپل لاس یې بت جوړ کړی او سجدې ورته کوي خو موږ بیا دا فکر نه کوو چې دا زموږ کعبه هم له اسمانه جوړه شوې نه ده راغلې بلکې عربو د خدای د کور په نامه جوړه کړې او موږ اوس سجدې ورته کوو او ښکلوو یې.
- ⭕ که هندو د غوا بولې (متیازې) څښي نو خره یې بولو خو که عرب بیا د اوښ بولې څښي نو دا بیا سنت بولو او د حدیث په دلیل یې روا بولو؟
- ⭕ که نور زموږ مسلمانانو په ښځو تېری وکړي نو دا راته جنایت ښکاري خو موږ د هغوی پر ښځو او ماشومانو باندې له فتحې څخه وروسته تېری وکړو نو د خدای امر یې بولو او هغوی بیا د کنیز او غلام په نامه نيول د ځانونو لپاره روا عمل بولو.
- ⭕ خپله د بامیانو د بودا بت ماتول عبادت او ثواب بولي خو که چېرې کوم عیسوی یا یهودی او هندو د حضرت محمد ص نوم په مسخره واخلي نو بیا ټول سړکونو ته راوځي او هغه بیا توهین بولي؟
- ⭕ نورو ته د فقتلو او قاتلو اجازه نه ورکوي خو خپل قاتلو بیا د الله پاک امر بولي او د بل قاتلو بیا ظلم بولي.
- ⭕ ډېر خلک د جهاد نوم د دفاع پر مهال یادوي خو که څوک له دوی څخه پوښتنه وکړي چې ایا د سعودي لښکر ۱۲۰۰ کاله مخکې پر ایران او افغانستان دفاع وه او که یرغل یا تېری وو؟ ایا پر یمن، ترکیه، افریقا او حتا اروپا باندې یرغل وو او که دفاع نو دوی به بیا درته وایي چې هغه خو د الله امر وو، نو دلته دلیل او منطق نشته بلکې ټول د دین په نامه د وحشت او جهالت پر خره سپاره دي او د فقتلو او قاتلو تیوری باندې باور لري.
یو عجیب غریب ماشومانه فکر دی او داسې نور په سلهاو شیان دي چې ځان ته یې ثواب بولو خو نورو ته یې جهالت بولو. اخر خدای ته وګورئ لږ له خپل عقل او انصاف څخه کار واخلئ، تر څو به د عقل پر ځای له خېټې څخه فیصلې کوئ؟
موږ ته همېشه خپل عیت د ولو منځ او د بل عیب د کلي منځ ښکاري.