که چېرې ځانونه اصلاح نه کړو نو دین به مو نور هم زیانمن شي

زموږ مذهبیانو ته نو اوس خدای ښه مضمون په ګوتو ورکړ، اوس نو چې له موره لېونی دی په فوزیه کې غږيږي:
که چېرې مذهبي افراطیانو د دين په نامه وحشتونه نه ترسره کولی نو نن به خلکو قرانونه نه سوځول، څومره چې د مذهبي افراطیانو او دينکارانو د دين په نامه وحشتونه ډېريږي په همغه اندازه خلک له دين څخه لرې کيږي او متنفره کيږي، دا خبره هېڅوک درسره نشي منلای چې اسلام د امن او سولې دين دی تر هغه چې دا کار زموږ مسلمانانو په عمل کې نړۍ ته نه وي ثابت کړی. دا د کابل په ښار کې د واده په مراسمو کې چې تېره اونۍ لسګونه کسان ووژل شول او سلګونه زخمیان شول نو د هغه په مورد هېڅ ملا او مذهبي څه ونه ویل خو د دې ښځې په یو غلط عمل بیا د ټولو مذهبیانو پلاستيکي غیرتونه را وپارېدل؟
 
دغه ذهني ناروغې مېرمنې چې کوم کار کړی هغه د غندلو دی خو دا هرګز دومره سنګين جرم نه دی چې د هغه ژوند دې ورڅخه واخيستل شي ځکه هغه مېرمنې دين ته کوم زیان وانه ړولی شو خو برعکس که چېرې زموږ مسلمانان د دې مېرمنې ژوند ورڅخه واخلي نو دا کار ښايي د زرګونو او لکونو خلکو غبرګونونه را وپاروي او په نتيجه کې یې ښايي په زرګونه نور خلک هم له دين څخه لاس واخلي او د قران سوځولو هڅه به وکړي، الله پاک پخپله ويلي چې زه به د دې دين حفاظت پخپله د قیامت تر ورځې پورې کوم نو موږ او تاسې باید د دين د زیانمنېدو په اړه هېڅ کومه اندېښنه ونه لرو ځکه ساتونکی یې الله دی.
 
مسلمانانو ورڼو کوښښ وکړئ چې د خلکو زړونه په ښو اخلاقو او ښو اعمالو خپل کړئ او خلک له خپل دين څخه په ښو کړنو متاثره کړئ نه په ښکنځلو او پوچو الفاظو، ما د فوزیې یو څو پخوانۍ ويډیوګانې په فېسبوک کې وکتلې او دا د شهيد پرور ملت ښکنځاوې او پوچ الفاظ مې چې ليدل چې یوې مېرمنې ته یې کول نو له شرم او خجالت څخه ځمکې ځای نه راکولو، همدغه زموږ بد اخلاقیو او مذهبي افراط دا ښځه داسې یوه عمل ته اړ ايستله او که چېرې موږ ځانونه اصلاح نه کړو نو داسې د ډېرو نورو ورته کړنو شاهدان به هم و اوسو.
 
ومن الله توفیق

اړوند مطلب

ولې د نورو عمل جنایت او خپل بیا د دين رکن ګڼو؟

عصمت عزيز ورور ليکلي وايي یوه خبره همېشه زما په ذهن کې راګرځي چې ولې …

خپل آند راسره شريک کړئ