یوازې کلمه ووایه نو هر جنایت به دې الله وبخښي!

غلام سخي له فاریاب څخه ليکي وايي خدای پاک موږ یوازې په دې وجه هم بخښي چې موږ مسلمانان یو ولوکه هر ډول زنا، لواطت، قتل، چور او غصب وکړو خو چې له اسلام څخه بهر نشو نو خدای پاک مو بخښي ځکه خدای پر مسلمانانو په خاص ډول مهربانه دئ او د خپلې دې خبرې لپاره یې دغه قدسي حديث ذکر کړی:

عَنْ أَنَسٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ، قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى الله عَلَيْهِ وَ سَلَّمَ ، يَقُولُ: قَالَ اللهُ تَعَالَى: يَا ابْنَ ادَمَ، إِنَّكَ مَا دَعَوْتََنِي وَرَجَوْتَنِي، غَفَرْتُ لَكَ عَلَى مَا كَانَ مِنْكَ وَلَا أُبالِي. يا ابْنَ ادَمَ :لَوْ بَلَغَتْ ذُنُوبُكَ عَنانَ السَّماءِ ثُم َّ اسْتَغْفَرْتَني، غَفَرْتُ لَكَ. يَا ابْنَ ادَمَ: إِنَّكَ لَوْ أَتَيْتَنِي بِقُرَابِ الأَرْضِ خَطَايا ثُمَّ لَقِيتَني لَا تُشْرِكُ بِي شَيْأً، لَأَتيْتُكَ بِقُرَابِها مَغْفِرَةً (حديث ۳۴) رواهُ الترمذي (وكذلك أحمد) وسنده حسن
ژباړه:
له حضرت انس (رض) څخه روایت دی چې وايي ما له رسول الله (ص) څخه اورېدلي چې وايي: اې د ادم اولاده تر هغه وخته چې تاسې ما یاد کړئ او زما څخه غوښتنه وکړئ نو زه به تاسې معاف کړم پر هغه څه چې تاسې کړي او زه به اعتراض ورباندې ونلرم. اې د ادم اولاده که ستاسې ګناهونه د اسمان تر ورېځو پورې هم ورسيږي او بیا زما څخه بخښنه وغواړئ نو بیا به مو هم معاف کړم. اې د ادم اولاده که تاسې ماته راشئ له خپلو ګناهونو سره چې د ځمکې د کورې په اندازه وي او زما سره مخامخ شئ او زما سره شريک ونه نيسئ نو زه به په همغه اندازه تاسې ته مغفرت وکړم.

غلام سخي دا هم ویل که یو ديني عالم د ملا رسول لنډي لس چنده کارنامې هم وکړي خو چې په زړه کې یې کلمة الله وي نو خدای پاک به نومړی شخص بیا هم بخښي. سبحان الله

ایا دا ډول احاديث به په ټولنه کې شر او فساد ته لا پسې لاره هواره نکړي؟ هيله ده چې خپل نظرونه مو راسره شريک کړئ.

جزاک الله خیر

اړوند مطلب

داعش ټالیب او مروج اسلام! 

اسلام به د سولې دين وي خو موږ ته نه دی. موږ ته یوازې په …

خپل آند راسره شريک کړئ