له تعصب پرته خپله ژبه غني کړئ

غږ پورته کړئ، چیرته مو چې دنده ده، مسولیت لرئ، نر غوندې د خپلې ژبې چوپړ وکړئ.

له هیچا سره تعصب مه کوئ، فاشیزم ته لمن مه وهئ، خو خپل حق تر لاسه کړئ.

لاندې مواردو ته پام وکړئ، بیا لږ په ګریوان کې سر ښکته کړئ.

  • ۱. ښوونځي کې درسونه په دري.
  • ٢. پوهنتونونو کې ليکچرونه په دري.
  • ٣. په حکومت کې ټولې فورمې او عريضې په دري.
  • ٤. دجايدادونو قبالې په دري.
  • ٥. د برېښنا بل مطلق په دري.
  • ٦. د ګمرک تعرفې او فورمې ټولې په دري.
  • ٧. په وزارتونو کې بانکي تعرفې او فورمې ټولې په دري.
  • ٨. حکومتي مکتوبونه چې راځي هغه ټول په دري.
  • ٩. دولتي کاروکونکي اکثريت خبرې کوي يوازې په دري.
  • ١٠. رسنۍ ٩٧٪ (ټلوېزيون راډيو) په دري.
  • ١١. د وزارتونو داوطلبي سلګونه پاڼې اسناد ټول په دري (غوښتنو سره سره پښتو ١٤ کاله کې تيار نشول).
  • ١٢. د وزارتونو تړونونه ټول په دري (پښتو نشته انګرېزي شته).
  • ١٣. حکومتي ادارو ته چې ټليفون وکړې نو ځواب يوازې په دري.
  • ١٤. سفارتونو او قونسلګريو کې ټولې اعلاميې او فورمې مطلق په دري، پښتو چې ترې وغواړې وايي ولې دري دې نده زده؟ کور دې وران شه که زده مې ده کنه ستا يې پرې څه ته ولې پښتو فورمه نه لرې زما لپاره او زما حق طلفي کوې؟؟؟ وايي موږ ته وزارت ندي رالېږلي ته يې خپله ترجمه کړه؟!!!

دا لړ نور تاسې پسې ور زيات کړئ چېرته چې د پښتو حق طلفي روانه ده…

پښتو ژبه تش په نامه ملي او رسمي ده او له سره په پورتنيو برخو کې شتون او حيثيت نلري، دا نور په يوه لوحه څومره غږ پورته کوي او تر عملي کولو يې نه پرېږدي تاسو ماته وواياست چې په پورتنيو برخو کې د پښتو ولې حق تلفي روانه ده او څوک هيڅ نه وايي؟؟؟

لیکوونکی یې نه پېژنم خو سل په سله کې یې حقیقت کښلی دی او مننه ځينې کوو.

خپل آند راسره شريک کړئ