اوومه برخه: دوالسېم

په دغه فلسفي سیستم کې نړۍ ته د یو ډول توکیز و مانیز یو والي په سترګه کتل کېږي. دلته مانا او توک دوه بېلابېل واقعیتونه دي، چې د بشر له شعور نه خپلواک شته والی لري او د پېژندلو وړ دي. دا سیستم څرګندوي چې اروا تر توک له مخه پیدا شوې او ټوله نړۍ او هر هغه څه چې په هغې کې دي د یوه ستر مانیز ځواک په هوډ او اراده جوړ شوي چې ټوله واکمني يې په لاس کې ده او توک ته یې ښکاره بڼه وړکړې.

دوالېستان هم د توک له منځه تګ مني او ورسره ووایي، چې دا نړۍ به یوه ورځ له منځه لاړه شي او پر ځای به یې په بله نړۍ کې ژوند پیل شي. دوی نه پوره ماتیریالېستان دي، چې ماوراء الطبیعه ځواک  ونه مني او هر څه توکیز یا د توک زېږنده وبولي او نه هم ایډیالیستان دي، چې د توک شته والی ونه مني او هر څه مانیز وګڼي. دوالېستان د توک و مانا دواړو شته والی مني او وايي، چې هر یو يې پر خپل ځای د پېژندلو وړ دی.

په بله وینا، دوالېستان هم دنیا مني هم دین او په دې اړه منځګړی دريځ لري، دوی د ماوراء الطبیعه په اړه وایی، چې انسان داسې دی لکه یو کوشنی چې د مور په ګېډه کې یا چرګوړی چې د هګۍ په منځ کې وي دا مهال کوشنی او چرګوړی دواړه داسې ګڼي، چې ټوله نړۍ همدا د مور ګېډه یا د هګۍ منځ دی او تر دې ها خوا هېڅ هم نشته.

دوی دواړه ځکه داسې قضاوت کوي، چې له خپل چاپېریاله بهر یې څه نه دي لیدلي، خو کله چې دوی د مور له ګېډې او د هګۍ له منځه راووځي، بیا به پوه شي چې یوه بله نړۍ هم شته چې دوی تر لومړني چاپېریاله ډېره لویه ده او راز، راز ښکارندې پکې لیدل کېږي، دوالېستان د داسې بېلګو په وړاندې کولو، سپارښتنه کوي، چې د بشر عقل د ماوراء الطبیعه د پېژندلو په اړه د هماغه کوشني یا چرګوړي نړۍ لید ته ورته دی.

خو عقلي کمزوري د دې مانا نه لري، چې پر هغه څه چې موږ يې نه وینو، ((نشت)) حکم وکړو. که داسې وي نو د اتوم په منځ  کې د الیکترونونو، پروتونونو ډینامیکي خوځښت، د برېښنا په مزیو کې د الکترونونو منډه، د ځمکې مقناطيسي راکښون، د ماغزو په منځ کې تحت الشعور (پټ شعور) اېنرژي او داسې نور هېچا نه دي لیدلي، بیا نو څنګه کېدای شي چې د هغوی په شته والي باور ولرو؟

امين دريځ

اړوند مطلب

څلورمه برخه: سکیپټیسېزم

سکیپتیسیستانو ته نړۍ داسې تپه تیاره ده، چې په هېڅ ګوټ کې یې د رڼا …

خپل آند راسره شريک کړئ