دویمه برخه: فکري بېلتون

د فکري تاریخ په بهیر کې تل له فلسفې نه دا هیله شوې، چې د ښکارندو بنسټیز څرنګوالی پر ګوته کړي او ويې پېژني. همداسې چې هر څوک هر شي ته له یوې بېلي زاویې ګوري، پېژندګلوي هم یو تر بله توپیر لري، د یوه ستر مکعب یوې عمودي سطحې ته سپین، بلې ته تور، درېیمې ته سور او څلورمې ته شین رنګ ورکړئ او بیا یې د یوې داسې کوټې په منځ کې کېږدئ، چې څلور ورونه ولري او هر ور د مکعب د یوې سطحې ته مخامخ وي، اوس نو څلور تنه وټاکئ او هر یو د بېل وره له لارې دغې کوټې ته ورننباسئ چې دا مکعب وګوري او بیا له خونې بهر هر یو وپوښتئ، چې نوموړی مکعب څه رنګ لري؟

هرومرو به لومړی لیدونکی وایي چې دا مکعب سپین دی، دویم به وایي چې تور رنګ لري درېیم به یې سور ښيي او څلورم به وايي چې شین و.

اوس نو موږ له دریو لاندېنیو پوښتنو سره مخامخ یو:

  • د ټولو کتونکیو ځوابونه ناسم دي؟
  • د ټولو کتونکیو ځوابونه سم دي؟
  • د هر یوه کتونکي ځواب سم دی؟

تاسې کړای شئ چې پورتنیو درېواړو پوښتنو ته له خپل قضاوت سر سم ځواب ورکړئ او خپل دلیل هم راوړئ. تر هغې وروسته د نړۍ او ژوندانه ناڅرګند رازونه له دغه مکعب سره او د مکعب د هر اړخ کتونکی له یوې څانګړې فلسفې سر پرتله کړئ او بیا ووایاست، چې هرې یوې پخپل لیدلوري کې څه لیدلي او د حقیقت په موندلو کې یې څومره بریا موندلې ده.

پورتنۍ بېلګه مو په دې پوهوي، چې دا نړۍ او د هغې د رازونو ځولۍ دومره ارته او پراخه ده او دومره تیاره او پټ ګوټونه لري، چې که انسان میلیاردونه کاله نور هم په همداسې پرله پسې څېړنه او پرمختګ کې تېر کړي، بیا به یې هم مخې ته د رازونو داسې یو بې پایه سمندر پروت وي، چې دی به یې د تل و کڅ د موندلو لپاره لالهانده وي او لا به يې د پوهې تنده پرې ماته نه شي.

په بله وینا، دا کاینات دومره ستره سینه لري، چې که د پټو رازونو د ناڅرګندو قوانینو شمېرلو ته یې د ریاضي دا اوسنۍ نښې په زرو ټریلیونو (۱۰۰۰،۰۰۰،۰۰۰،۰۰۰،۰۰۰،۰۰۰) کې ضرب کړو بیا به هم زښت ډېر پوروړي شو.

په بله وینا، آیا موږ دا ویلای شو چې په یوه ثانیه کې څو څاڅکي باران اوري؟

که چېرته دا باران یو کال و اوري نو څو څکي به اورېدلی وي؟ او که سل یا زر کاله و اوري د څاڅکیو شمېر به یې څو ته ورسيږي؟

اوس اټکل کړئ چې دا څومره شمېر دی او که په دغه نړۍ او کایناتو کې ناڅرګندې پېښې لږ تر لږه زر کلن پرله پسې باران د څاڅکیو په شمېر وګڼو آیا بیا هم ویلای شو، چې دا څومره ارته بیدیا ده، چې که هر څومره وړاندې ځي بیا هم مخې ته سراب راځي او له هرې نوې موندنې سره بیا ګڼ شمېر پوښتنې را پيدا کېږي. مانا دا چې انساني عقل دا وړتیا لري چې ورو، ورو د نړۍ اسرار وپېژني او ګام پر ګام د خپلې پوهې دایره پراخه کړای شي، خو دا نه شي اټکلېدای چې د کومې پېژندګلوۍ لپاره څومره موده پکار ده، ځکه چې دا کار په ټولنیزو شرایطو امکاناتو او وسایلو پورې اړه لري.

له دې نه ښکاري چې انسان د (جبر) و (اختیار) تر منځ اوسېږي او هماغومره اختیار لري څومره چې پوهېږي. خو د هغه څه پر وړاندې چې دی یې د قوانینو په موندلو بریالی شوی نه دی او لاتر اوسه ورته پټ و ناڅرګند دي، مجبور ښکاري په دې اړه ښایي وویل شي، چې د بشریت تاریخ راښیي، چې انسان تل په دې لګیا دی چې ځان وپوهوي او د اختیار کړۍ په پرله پسې توګه پراخه کړي. دی د یوه خورا خوځنده جوړښت په توګه په دې لار ستړیا نه پېژني او یوه شېبه نه چمتو کېږي، چې د موندنو په بهیر کې له خپلو پرله پسې هڅو نه لاس واخلي. دا ځکه چې پوهېدل یو ډول خوند لري او خوند یې په همدې کې دی، چې لا تر اوسه په هر څه نه پوهېږو.

تر هغې چې دا لړۍ روانه ده فلسفه د پوهې پر سر رڼا اچوي، همداسې به په بېلابېلو بڼو ځان څرګندوي او هره بڼه یا سیستم اړ وي، چې د خپل ټینګښت و پایښت لپاره نوي انساني شعور ته منطق وړاندې کړي او د خپلې ریښتینولۍ د څرګندولو لپاره پر پخو پوهنیزو دلیلونو ګوته کېږدي.

امین دریځ

اړوند مطلب

پنځمه برخه: ایډیالېزم

په نوموړي فلسفي سیستم کې ((اروا)) (روح) حقیقت دی او توک (ماده) د انسان د …

خپل آند راسره شريک کړئ