د تبليغ درېیمه ورځ

نن هم د معمول په څېر د سهار له لمانځه څخه وروسته هم د ايمان او یقين تازه کولو خبرې وشوې، چې کله مو ايمانونه تازه شول نو یو څو کسان سره را غونډ شول او د دوزخ د اورونو کيسې یې شروع کړې، داسې ویل کېدل چې دا مبلغ شخص پخوا سندرغاړی وو خو اوس يې سندرې د الله د رضا لپاره پرې اېښې وې او سخت په جوش او خروش کې یې د جهنم د اورونو کيسې کولې او ویل یې چې الله پاک ډېر زیات انسانان او جنیات یوازې د دوزخ د اورونو لپاره پيدا کړي او لاندې ایاتونه یې بیان کړل:

? وَلَقَدْ ذَرَأْنَا لِجَهَنَّمَ كَثِيرًا مِّنَ الْجِنِّ وَالْإِنسِ ﴿١٧٩﴾ سورة الأعراف
ژباړه:
او یقینًا یقینًا مونږ د جهنم لپاره ډېر زیات پېریان او انسانان پیدا كړي دي.

? فَإِن لَّمْ تَفْعَلُوا وَلَن تَفْعَلُوا فَاتَّقُوا النَّارَ الَّتِي وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ ۖ أُعِدَّتْ لِلْكَافِرِينَ ﴿٢٤﴾ سورة البقرة
ژباړه: نو له هغه اور نه ځان بچ كړئ چې خشاك يې انسانان او كاڼي دي، د كافرانو لپاره تیار كړى شوى دى.

? يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ ﴿٦﴾ سورة التحريم
ژباړه: اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو خپل ځانونه او خپل اهل له داسې اور نه بچ وساتئ چې د هغه خشاك خلق او كاڼي دي.

په دې وخت کې یوه ځوان پوښتنه وکړه چې الله پاک ولې د انسانان او جنیاتو د غوښو پر ځای له وچو لرلګيو او زغالو څخه کار نه اخلي ځکه هم ښه سوځيږي او هم بوی نه کوي؟

مبلغ وېل خاموش ګستاخ، ته اوس د الله پاک څخه ښه پوهېږې؟

هغه ځوان بېچاره غلی کښېناست او یو دم خاموشي خوره شوه، په دې وخت کې یو بل نوراني شخص ویل چې ما خو په قران کې لوستي چې الله پاک انسانان او جنیات د عبادت لپاره پيدا کړي او لاندې ایت شريف یې ورته تلاوت کړ:

? وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ ﴿٥٦﴾ سورة الذاريات
ژباړه: او ما پېریان او انسانان نه دي پیدا كړي مګر د دې لپاره چې دوى زما عبادت وكړي.

بس همدلته د دواړو اختلاف شو او زه او هغه ځوان نور له بحث څخه را ووتلو او دواړو د اشراق لمونځ وکړ او ورسته مو خپلو اذکارو ته ادامه ورکړه او د دوی خپل منځي بحث نيږدې وو چې په کړکېچ واوړي نو بیا مشر امير صیب ټول سره خاموشه کړل.

اړوند مطلب

د تبليغ اته دېرشمه

نن سهار له لمانځه وروسته مې شېخ الحديث خبر کړ ما وېل زه هر ورځ …

خپل آند راسره شريک کړئ