د تبليغ پنځلسمه ورځ

پرون ماسخوتن د حفيظ له کيسې څخه نيږدې جنجال جوړ شوی وو نو نن د سهار له لمانځه څخه وروسته شېخ الحديث صیب چې کله د ايمان او یقين له تقرير څخه فارغ شو نو ویل یې له ځوانو نجونو سره په ودونو کې د اسلام او شریعت له پلوه هېڅ ممانعت نشته او زموږ رسول اکرم ﷺ به هم صحابه کرامو ته فرمایل چې تاسې له پېغلو او ځوانو نجونو سره ودونه وکړئ تر څو له یو بل سره لوبې وکړی شئ ځکه زړې په لوبو نه پوهېږي نو هغوی لوبې نشي کولای او بیا یې دغه حديث مبارک راته بیان کړ:

حَدَّثَنَا آدَمُ، حَدَّثَنَا شُعْبَةُ، حَدَّثَنَا مُحَارِبٌ، قَالَ سَمِعْتُ جَابِرَ بْنَ عَبْدِ اللَّهِ، رضى الله عنهما يَقُولُ تَزَوَّجْتُ فَقَالَ لِي رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم «مَا تَزَوَّجْتَ» فَقُلْتُ تَزَوَّجْتُ ثَيِّبًا. فَقَالَ «مَا لَكَ وَلِلْعَذَارَى وَلِعَابِهَا». فَذَكَرْتُ ذَلِكَ لِعَمْرِو بْنِ دِينَارٍ فَقَالَ عَمْرٌو سَمِعْتُ جَابِرَ بْنَ عَبْدِ اللَّهِ يَقُولُ قَالَ لِي رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم «هَلاَّ جَارِيَةً تُلاَعِبُهَا وَتُلاَعِبُكَ»
ژباړه: له حضرت جابر رض څخه روایت دی وايي چې کله ما واده وکړ نو رسول الله ﷺ راته وویل «له څه ډول مېرمنې سره دې واده کړی؟ ما ځواب ورکړ له مشرې ښځې سره. رسول الله ﷺ و فرمایل « ولې پېغلې (باکرې) دې نه خوښيږي چې مينه ورسره وکړې. همداراز حضرت جابر وویل چې رسول الله ﷺ و فرمایل « ولې له ځوانې نجلۍ سره واده نه کوې تر څو ته له هغې سره او هغه ستا سره لوبې وکړي؟».

  • لومړی ماخذ: صحيح البخاري کتاب ۶۷ حديث ۱۸
  • دویم ماخذ: صحيح مسلم کتاب ۱۷ حديث ۷۳
  • درېیم ماخذ: جامع ترمذي کتاب ۱۱ حديث ۲۱

د همدې اړوند د صحيح بخاري په یوه بل حديث ۶۳۸۷ کې راځي چې حضرت جابر رسول الله ﷺ ته وفرمایل زما پلار وفات شوی او له هغه څخه ۷ یا ۹ یتيمانې نجونې پاتې دي او ما نه غوښتل چې د دوی په څېر یوه بله وړه کور ته راولم نو ځکه مې له مشرې سره واده وکړ تر څو د دوی پالنه وکړي.

دې ځينو ته چې متوجې شوم نو خدای شته دې ناستو ډېرو سپيږيرو او مشرانو ته دغه حديث شریف ډېر سخت خوند ورکړ او د حديث شریف په اورېدو یې خولو اوبه وکړې او ټولو وېل سبحان الله ځار له خپل نبي شم چې دومره زموږ غم ورسره وو او ۱۴۵۰ کاله مخکې یې هم د خپل امت د خواهشاتو په اړه فکر کړی وو.

ملګرو حديث شريف په فېسبوکي ګروپونو کې درسره شريک کړئ او په هر شیر به الله پاک تاسې ته په جنت کې د دې ټولو تکليفونو اجرونه درکوي.

جزاک الله خیر

اړوند مطلب

د تبليغ اته دېرشمه

نن سهار له لمانځه وروسته مې شېخ الحديث خبر کړ ما وېل زه هر ورځ …

خپل آند راسره شريک کړئ