پرون د ماښام له لمانځه وروسته د عرفان د پلار پوښتنې ته بیا ورغلي وو، له عرفان مې پوښتنه وکړه ما وېل حاجي عمران (د عرفان پلار) خو به بیا کوم پيک تريخ شربت نه وي نوشيجان کړی چې حالت یې خراب شوی؟

شېخ الحديث وېل عرفانه ورشه لږ یخې اوبه دې پر پلار تشې کړه.
ما وېل دا څه کوې شېخ صیب دا ژمی او سړې اوبه؟
عرفان یو جګ یخې اوبه یې پلار ته ور وشيندلې او پلار یې په چيغو کړ.
ما ور منډه کړل او عرفان مې ونيو ما وېل دا څه کوې د خدای نېکبخته خو سړی یو ټوکړ (ټوټه) په يخو اوبو کې لنده کړي او بیا یې پر تندي ور کېږدي نه دا چې ټول جګ یې په ځان ورتش کړي.
عرفان وېل خو شېخ الحديث راته ووېل چې اوبه پرې تشې کړه.
بیا شېخ الحديث وېل خو رسول الله ﷺ فرمايلي چې تبه د دوزخ له تودوخې ده او په اوبو یې له منځه یوسئ او بیا یې دغه مبارک حديث بیان کړ:
حَدَّثَنِي مُحَمَّدُ بْنُ الْمُثَنَّى، حَدَّثَنَا يَحْيَى، حَدَّثَنَا هِشَامٌ، أَخْبَرَنِي أَبِي، عَنْ عَائِشَةَ، عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ «الْحُمَّى مِنْ فَيْحِ جَهَنَّمَ فَابْرُدُوهَا بِالْمَاءِ».
ژباړه: له حضرت عايشې رض څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمايلي: تبه د دوزخ له تودوخې (حرارت) څخه ده نو تبه په اوبه سره لرې (يا له منځه وړل) کړئ.
- لومړی ماخذ: صحيح البخاري کتاب ۷۶ حديث ۴۰
- دویم ماخذ: انګليسي صحيح البخاري ۷ ټوک ۷۱ کتاب حديث ۶۲۱
- درېیم ماخذ: صحيح البخاري حديث ۵۷۲۵
دا کيسه چې تېره شوه نو د عرفان مور بي بي جاجي چای راوړ او شېخ الحديث په غلي اواز ووېل اي د رسول الله لعنت دې په دې ښځه شي چې داسې جعلي وېښتان یې پر سر لګولي، ما وېل ولې لعنت ورباندې وایې؟
وېل په داسې ښځو رسول الله ﷺ مبارک هم لعنتونه ويلي او بیا یې حديث مبارک بیان کړ:
عَنْ عَبْدِ اللَّهِ ـ رضى الله عنه ـ قَالَ لَعَنَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم لَعَنَ اللَّهُ الْوَاصِلَةَ وَالْمَوْصُولَةَ
ژباړه: له حضرت عبدالله بن مسعود رض څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ پر هغو ښځو لعنت ویلی کوم چې نقلي وېښتان کاروي.
- لومړی ماخذ: صحيح البخاري کتاب ۶۵ حديث ۴۸۸۷
- دویم ماخذ: انګليسي صحيح البخاري ۶ ټوک ۶۰ کتاب حديث ۴۰۹
عرفان څو ورځې مخکې د خپلې مور د سرطان د ناروغۍ کيسه راته کړې وه چې له هغه سره یې د مور خوارکۍ ويښتان ټول تویې شوي وو او بیا یې نقلي وېښتان ايښي وو او که د شېخ الحديث خبره مې عرفان ته کړې وی چې شېخ دې پر مور لعنتونه ویل نو قسم دی چې په ټېلو به یې شېخ الحديث له کوره شړلی وی.
ملګرو د الله او د رسول په لاره کې له سختو جالبو واقعو سره مخ شوم، هيله ده چې تاسې دا واقعات له خپلو ملګرو او په ګروپونو کې درسره شريک کړئ.
جزاک الله خیر
محمد صديق (تر انسانیت لوړ مذهب نشته)