
ماته وايي صديقه! کاشې داسې یو آس مې درلودی.
ما وېل شېخ صیب نو دا آس ته خو په جومات کې هم اجازه نشته او نه دې کور د دې جوګه دی چې آسونه دې پکښې وساتلی شې. بل دا چې د آس ساتنه او پاکول ستر کار دی ځکه دوی ډېر واښه خوري او ډېرې متیازې او خوشايه کوي او د هغه پاکول اسانه کار نه دی.
شېخ وېل د متیازو او خوشايو په کيسه کې یې نه وم او چې څومره یې ډېر خوراک، متيازې او خوشایه کولای نو هغومره به زما پکښې ګټه وه.
ما وېل شېخ صیب شکر هندو ته نه یې چې لکه د دوی ته د خپل آس متیازې د برکت لپاره وڅښې، دویم دا چې دلته یخني هم دومره زیاته شته نه چې خوشايه یې لکه زموږ د وطنونو په څېر څپیکې ترې جوړې کړې او بیا یې وچې کړې او په ژمي کې یې وسوځوې نو څه پرې کوې؟
وېل نه صديقه! دا مې د الله په لاره کې د ثواب لپاره ساتلو.
ما وېل د آس په ساتلو کې د څه شي ثوابونه دي؟
بیا یې دغه مبارک حديث شريف راته بیان کړ:
حَدَّثَنَا عَلِيُّ بْنُ حَفْصٍ، حَدَّثَنَا ابْنُ الْمُبَارَكِ، أَخْبَرَنَا طَلْحَةُ بْنُ أَبِي سَعِيدٍ، قَالَ سَمِعْتُ سَعِيدًا الْمَقْبُرِيَّ، يُحَدِّثُ أَنَّهُ سَمِعَ أَبَا هُرَيْرَةَ ـ رضى الله عنه ـ يَقُولُ قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم «مَنِ احْتَبَسَ فَرَسًا فِي سَبِيلِ اللَّهِ إِيمَانًا بِاللَّهِ وَتَصْدِيقًا بِوَعْدِهِ، فَإِنَّ شِبَعَهُ وَرِيَّهُ وَرَوْثَهُ وَبَوْلَهُ فِي مِيزَانِهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ»
ژباړه: له حضرت ابو هریره څخه روایت دی چې له رسول الله ﷺ فرمایلي: که چېرې څوک د الله د رضا لپاره یو آس وساتي او په الله او د هغه پر وعده ايمان ولري نو الله پاک به د قیامت پر ورځ هغه ته د آس چې څومره واښه خوړلي، بولې (متیازو) او خوشایه کړي د همغه په اندازه اجرونه ورکړي.
- لومړی ماخذ: صحيح البخاري حديث ۲۸۵۳
- دویم ماخذ: صحيح البخاري ۵۶ کتاب ۶۹ حديث
- درېیم ماخذ: صحيح البخاري انګليسي ۴ ټوک ۵۲ کتاب ۱۰۵ حديث
له ځانه سره مې وېل ما وېل دا زموږ ځينې کوچيان چې ډېر آسونه ساتي نو ښه په ثوابونه به ماړه وي. ملګرو هيله ده چې د ثواب لپاره تاسې هم دا مبارک حديث شريف درسره شريک کړئ.
محمد صديق (تر انسانیت لوړ مذهب نشته)