سهار له ناشتې وروسته زه بهر د جومات انګړ ته ووتم تر څو لږ تازه هوا تنفس کړم او څو شېبې وروسته عرفان هم راپسې راغئ.
عرفان ته مې وېل شېخ صیب څه شو؟
عرفان وېل شېخ صیب د قران کریم تلاوت په خورا جګ اواز شروع کړی او چندان اواز یې هم نه دی نو ځکه زه ترې بهر راووتلم، دا خبره یې وکړه او عرفان وېل زه به ستا په اجازه اودس ماتي ته لاړ شم او سړی ولاړ.
لږ شېبه وروسته شېخ الحديث هم را ووتلو او زما خوا ته راغئ.
ما وېل شېخ صیب ښه ښکلی تلاوت خو دې کولو.
وېل صديقه! تاته چا ووېل چې ما تلاوت کولو ځکه ته خو هغه وخت هلته نه وې چې کله ما تلاوت شروع کړ، وېل دا خبر خو به ونې نه وي درکړی؟
ما وېل شېخ صیب دا څه ګډې وډې وایې ونو له کومه وخته خبرې شروع کړې چې دا خبره دې وکړه؟
شېخ د رسول الله ص په زمانه کې ونو او کاڼو اکثره اوقات له رسول اکرم ص سره خبرې کولې او له ډېرو کيسو به یې رسول الله مبارک خبرولو او بیا یې د رسول الله مبارک دغه حديث شريف راته بیان کړ:
? حَدَّثَنِي عُبَيْدُ اللَّهِ بْنُ سَعِيدٍ، حَدَّثَنَا أَبُو أُسَامَةَ، حَدَّثَنَا مِسْعَرٌ، عَنْ مَعْنِ بْنِ عَبْدِ الرَّحْمَنِ، قَالَ سَمِعْتُ أَبِي قَالَ، سَأَلْتُ مَسْرُوقًا مَنْ آذَنَ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم بِالْجِنِّ لَيْلَةَ اسْتَمَعُوا الْقُرْآنَ. فَقَالَ حَدَّثَنِي أَبُوكَ ـ يَعْنِي عَبْدَ اللَّهِ ـ أَنَّهُ آذَنَتْ بِهِمْ شَجَرَةٌ.
? ژباړه: له معن بن عبدالرحمن څخه روایت دی، ما له مسروق څخه وپوښتل چې رسول الله (ص) چا خبر کړ د هغې شپې په اړه چې پېريانو (جنیاتو) قرآن واورېد؟ هغه وویل ستا پلار عبدالرحمن راته وویل (خبر راکړ) چې ونې رسول الله ته خبر ورکړی وو.
- ? لومړی ماخذ: صحيح البخاري (كتاب مناقب الأنصار – بَابُ ذِكْرُ الْجِنِّ) حدیث ۳۸۵۹
- ? دویم ماخذ: صحيح البخاري ۶۳ کتاب ۸۵ حديث
- ? درېیم ماخذ: صحيح البخاري انګليسي ۵ ټوک ۵۸ کتاب ۱۹۹ حديث
- ? څلورم ماخذ: صحيح مسلم (كتاب الصلاة – باب الْجَهْرِ بِالْقِرَاءَةِ فِي الصُّبْحِ وَالْقِرَاءَةِ عَلَى الْجِنِّ) ۴۵۰ حديث
- ? پنځم ماخذ: صحيح مسلم ۴ کتاب ۱۷۳ حديث
عرفان هم په دې وخت کې بېرته راغئ او هغه چې دغه مبارک حديث واورېد نو شیطان لعين غلبه ورباندې وکړه او سړی په خندا شو او همداسې له جوماته بهر ووتلو.
شېخ وېل صديقه دا عرفان لږ ګمراه شوی غوندې نه دی او دا عقيده يې په دې وروستیو کې خرابه شوې نه ده؟
ما وېل شېخ صیب لږ نه بلکې بيخي ډېر ګمراه شوی خو څه وکړو چاره نه لرو او دا یو دوه ورځې د تبليغ د چېلې پاتې دي نو مجبور یو چې حوصله ورته وکړو تر څو زموږ چېله په خیر او خوشالۍ سره پوره شي بیا تر کاله څوک مړه څوک ژوندي.