د تبليغ شپږ دېرشمه ورځ – یوازې د الله عبادت کوئ نوره هرګه ګناه مو بښل کيږي

موږ چې کله له عرفان سره په روغتون کې وو نو خبر شوو چې د عرفان هغه ملګری ساجد چا چې موږ ته د ماښام ډوډۍ را وړې وه هغه خپله هم ډېر سخت ناروغ شوی وو او هغه هم همدلته بستر وو نو شېخ ته مې وېل راځه چې پوښته یې وکړو.

ساجد وېل شېخ صیب زه ډېره زیاته بښنه غواړم چې زما په وجه عرفان ناروغ شو او زما حالت هم بيخي خراب دی، وېل په خپل ځان مې یقين نه راځي چې زه دې ژوندی پاتې شم. ساجد وېل شېخ صیب ما په ژوند کې ډېر بد بد کارونه ترسره کړي لکه غلا، زموږ له ګاوندۍ نيلم سره زنا او یو دوه کرته مې له چرګانو او غواګانو سره هم بد فعلي کړې نو آیا الله پاک به زما دا ګناهونه راته معاف کړي که چېرې مړ شم؟

شېخ وېل له الله تعالی پرته خو به دې د بل چا عبادت نه وي کړی؟

ساجد وېل نه شېخ صیب له الله پرته د بل څه عبادت به ولې کوم وېل زه خو څه هندو نه یم.

شېخ وېل بس نو بیا خو هېڅ خبره هم نه ده چې له الله پاک پرته د بل څه عبادت دې نه وي کړی نو ته به حتمن جنت ته ځې او بیا یې د رسول الله مبارک دغه حديث شريف ورته بیان کړ:

? حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ بَشَّارٍ، حَدَّثَنَا غُنْدَرٌ، حَدَّثَنَا شُعْبَةُ، عَنْ وَاصِلٍ، عَنِ الْمَعْرُورِ، قَالَ سَمِعْتُ أَبَا ذَرٍّ، عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ «أَتَانِي جِبْرِيلُ فَبَشَّرَنِي أَنَّهُ مَنْ مَاتَ لاَ يُشْرِكُ بِاللَّهِ شَيْئًا دَخَلَ الْجَنَّةَ» قُلْتُ وَإِنْ سَرَقَ وَإِنْ زَنَى قَالَ«وَإِنْ سَرَقَ وَإِنْ زَنَى».

? ژباړه: له ابو ذر رض څخه روایت دی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «جبرائیل ع ماته راغئ او ماته یې دا بشارت راکړ چې هر هغه څوک چې له الله  پرته د بل کوم څه عبادت یې نه وي کړی او مړ شي نو جنت ته به داخلیږي.» ما له (جبرائیل) څخه وپوښتل«حتا که هغه غلا او زنا هم کړې وي؟ هغه وفرمایل: (هو) حتا که یې غلا او زنا هم کړې وي.»

  • ? لومړی ماخذ: صحيح البخاري (كتاب التوحيد – باب كَلاَمِ الرَّبِّ مَعَ جِبْرِيلَ وَنِدَاءِ اللَّهِ الْمَلاَئِكَةَ) حدیث ۷۴۸۷
  • ? دویم ماخذ: صحيح البخاري ۹۷ کتاب ۱۱۳ حديث
  • ? درېیم ماخذ: صحيح البخاري انګليسي ۹ ټوک ۹۳ کتاب ۵۷۹ حديث
  • ? څلورم ماخذ: صحيح مسلم (كتاب الإيمان – باب مَنْ مَاتَ لاَ يُشْرِكُ بِاللَّهِ شَيْئًا دَخَلَ الْجَنَّةَ وَمَنْ مَاتَ مُشْرِكًا دَخَلَ النَّارَ) حديث ۹۴

شېخ وېل په (حديث قدسي – رواهُ الترمذي ۳۴) راځي که چېرې ستاسې ګناهونه د اسمان تر ورېځو پورې ورسيږي او تاسې له الله پاک بښنه وغواړئ نو بیا به مو هم الله پاک بښي او بل یې وېل له حیوانانو سره د بد فعلۍ په اړه کوم حدود نشته او دا خبره یې د (سنن ابي داود – كتاب الحدود – باب فِيمَنْ أَتَى بَهِيمَةً ۴۴۶۵ حديث) څخه راته وکړه.

ما وېل شېخ صیب فکر کوم زموږ په هېواد کې چې دا ټاليبان اکثره اوقات له خرو، مېږو او غواګانو سره په بدفعلۍ ليدل کيږي نو حتمن خپلې کړنې د همدغه مبارک حديث په ذريعه توجې کوي، نور زه ترې ووتم او د عرفان خوا ته ورغلم.

اړوند مطلب

د تبليغ نهه دېرشمه ورځ – رسول الله مبارک خپله ژبه د حسن په خوله کې ورکړه

پرون ماسپښين زموږ د تبليغ یوه ملګري خپل کوچنی زوی جومات ته راوستی وو د …

خپل آند راسره شريک کړئ