نن سهار زه او عرفان سره له شېخ الحديث بهر ووتلو نو یو څو بهرني سیلانیان په مخه راغلل، عرفان هغوی ته سلام ور واچولو نو په دې وخت کې شېخ الحديث ورته په غوسه شو وېل تا ولې دغو یهودو او عيسویانو ته سلام ورکړ؟
عرفان وېل هغوی بهرني سیلانیان دي او زموږ په هېواد کې مېلمانه دي نو موږ باید د هغوی ښه پالنه وکړو ځکه چې دوی دلته راځي او خپلې پیسې مصرفوي چې له دې سره یې زموږ هېوادوالو ته کارونه پيدا کيږي او هغه پیسې چې دوی دلته مصرفوي نو له هغه سره زموږ د هېواد اقتصاد پیاوړی کيږي نو په یو سلام اچولو څه تندر را پرېوتلو؟
عرفان لا لګيا وو زموږ تر څنګ یو څو نور بهرنیان هم روان وو، شېخ هغوی ته ور نيږدې نيږدې کېدلو او هغوی یې د سړک بيخي څنډې ته کړل او نيږدې وو چې موټر یې ووهي.
ما غږ پرې وکړ ما وېل شېخ صیب دا څه کوې خو سم صحي په لاره ځه او د لارې لارویو ته ولې تکليف جوړوې او بیا مې د عرفان د سلام په اړه هم ترې وپوښتل.
شېخ وېل یو مسلمان باید هېڅ وخت یهودانو او عيسویانو ته لومړی سلام وانه چوي، بیا یې د سلام اچولو او په لاره کې د خلکو څنډې ته کولو لپاره خپل شريعي دلایل د حديث شريف په رڼا کې موږ دواړو ته وړاندې کړل:
? حَدَّثَنَا قُتَيْبَةُ بْنُ سَعِيدٍ، حَدَّثَنَا عَبْدُ الْعَزِيزِ، – يَعْنِي الدَّرَاوَرْدِيَّ – عَنْ سُهَيْلٍ، عَنْ أَبِيهِ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ «لاَ تَبْدَءُوا الْيَهُودَ وَلاَ النَّصَارَى بِالسَّلاَمِ فَإِذَا لَقِيتُمْ أَحَدَهُمْ فِي طَرِيقٍ فَاضْطَرُّوهُمْ إِلَى أَضْيَقِ الطَّرِيقِ»
? ژباړه: له حضرت ابو هریرة رض څخه روایت دی چې رسول الله ص فرمايلي کله چې له یهودانو او عيسویانو سره مخ شوئ نو تاسې هغوی ته سلام مه اچوئ (ستړي مشي مه ورسره کوئ) مخکې له دې چې هغوی تاسې ته سلام نه وي اچولی او چې کله تاسې پر لاره (سړک) له دوی هر یوه سره مخ شوئ (معنا ورسره ومو ليدل) نو هغه دې ته اړ باسئ چې تنګ ځای (نرۍ لارې) ته ولاړ شي.
- ? لومړی ماخذ: صحیح مسلم حدیث ۲۱۶۷
- ? دویم ماخذ: صحيح مسلم ۳۹ کتاب ۱۶ حديث
- ? درېیم ماخذ: سنن ابو داود حديث ۵۲۰۵ او ۵۱۸۶