پرون مازديګر زه عرفان او شېخ الحديث په ګشت ووتلو، په لاره شېخ الحديث د ظالم بچي د حورو کيسې راته شروع کړې وې او په داسې انداز یې کولې چې نيږدې وو په موږ یې غسل اړولی وو، په لاره ناڅاپه د شېخ حالت لږ خراب شو، ما فکر وکړ چې د پرونۍ اسهال وجه به وي.
ما وېل خیر خو دی شېخ صیب څنګه ناڅاپه داسې سربداله شوې څه دې وليدل که څنګه؟
وېل صديقه ما د یوې ښایسته ښځې په شکل کې شیطان وليد او ما ترننه داسې ښايسته شیطان نه وو ليدلې سبحان الله! وېل کاش چې دلته مې اوس کور راته نيږدې وی.
ما وېل شېخ صیب ماته خو له تا او عرفان پرته کوم بل څوک په نظر رانغلل! بل دا چې کور خو دې دومره لرې هم نه دی بلکې تر کوره دې نيم ساعت لاره ده خو دا راته ووایه چې خیرت خو به وي چې په دې وخت کې ناڅاپه کور درپه یاد شو؟
وېل صديقه! د انسان نفس کله په سړي غالب شي او زما نفس هم ډېر کمزوی دی نو باید کور ته تللی وی او بیا یې د خپل کور د تګ د لامل په اړه دغه مبارک حديث موږ ته بیان کړ:
? حَدَّثَنَا عَمْرُو بْنُ عَلِيٍّ، حَدَّثَنَا عَبْدُ الأَعْلَى، حَدَّثَنَا هِشَامُ بْنُ أَبِي عَبْدِ اللَّهِ، عَنْ أَبِي الزُّبَيْرِ، عَنْ جَابِرٍ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم رَأَى امْرَأَةً فَأَتَى امْرَأَتَهُ زَيْنَبَ وَهْىَ تَمْعَسُ مَنِيئَةً لَهَا فَقَضَى حَاجَتَهُ ثُمَّ خَرَجَ إِلَى أَصْحَابِهِ فَقَالَ «إِنَّ الْمَرْأَةَ تُقْبِلُ فِي صُورَةِ شَيْطَانٍ وَتُدْبِرُ فِي صُورَةِ شَيْطَانٍ فَإِذَا أَبْصَرَ أَحَدُكُمُ امْرَأَةً فَلْيَأْتِ أَهْلَهُ فَإِنَّ ذَلِكَ يَرُدُّ مَا فِي نَفْسِهِ.»
? ژباړه: له حضرت جابر رض څخه روایت دی چې رسول الله یوه ښځه وليده نو هغه مبارک سمدستي خپلې مېرمنې زینب رض ته راغئ به داسې حال کې چې زینب رض چرم رنګولو (څرمن چمتو کوله) جماع (جنسي نيږدې والی) ورسره وکړه او بېرته د خپلو اصحابو خوا ته را ستون شو او ویې فرمایل: ښځه د شیطان په شکل کې را وړاندې کېږي او تاسې هر یوه چې کله هم ومونده نو خپلو مېرمنو ته ورشئ (جنسي نيږدې والی ورسره وکړئ) تر څو هغه څه دفعه کړئ چې نفس یې احساسوي.
- ? لومړی ماخذ: صحیح مسلم (كتاب النكاح – باب نَدْبِ مَنْ رَأَى امْرَأَةً فَوَقَعَتْ فِي نَفْسِهِ إِلَى أَنْ يَأْتِيَ امْرَأَتَهُ أَوْ جَارِيَتَهُ فَيُوَاقِعَهَا) حدیث ۱۴۰۳
- ? دویم ماخذ: صحيح مسلم ۱۶ کتاب ۱۰ حديث
- ? درېیم ماخذ: انګليسي صحيح مسلم ۸ کتاب ۳۲۴۰ حديث
- ? څلورم ماخذ: سنن ابي داود ۲۱۵۱ حديث او همداراز سنن ابي داود ۱۲ کتاب ۱۰۶ حديث
د شېخ له دغه مبارک حديث څخه وروسته ما عرفان ته ووېل بچیه هسې له دې ځایه پښې سپکوه ځکه د شېخ حالت سم نه دی او هسې نه چې پر تا حمله ونه کړي.
شېخ ته مې ووېل کور دې وران نشه په دې حديث خو دې موږ هم غرق کړو او زما خو کور هم په افغانستان کې دی، تا داسې حديث راته بیان کړ چې بلکل دې هک پک حیران کړم، اوس نه پوهېږم چې تا را ونيسم او که عرفان؟ بس نور ايسته د جومات په لوري ترې روان شوم او خپل تلاوت مې شروع کړ.