د تبليغ پنځه دېرشمه – ملایکې پر حضرت عايشه سلام وېل خو ځان یې نه ور ښکاره کولو

هغه بله ورځ چې د عرفان ملګري ساجد کومه ډوډۍ راوړې وه نو له هغه وروسته عرفان سخت اسهال شو او تکليف یې بيخي زیات شو نو روغتون ته مو یووړ، د اسهال تر څنګ ډېره سخته تبه یې هم شوه او خبرې یې هم بيخي بې سوره شوې ځکه انسان اکثره د تبې په حالت کې ګډې وډې خبرې کوي.

زه، شېخ الحديث او نرس (اظهر علي) یې تر څنګ ولاړ وو نو عرفان وېل صديق صیب هغه پېري ته ووایه چې زما له مخې لرې شي.

ما وېل عرفان بچی دلته خو پېریان نشته بلکې یوازې شېخ الحديث او نرس راسره ولاړ دي بل خو څوک زه نه وينم.

عرفان وېل هغه دی د کړکۍ تر څنګ ولاړ دی زه یې وينم.

شېخ وېل صديقه ښايي عرفان ته به پېریان ښکاري کوم چې موږ ته نه ښکاري او د پېریانو شتون خو د قرآن په اياتونو ثابت دی نو دروغ به نه وايي، شېخ وېل رسول الله مبارک به هم کله کله داسې شیان ليدل چې نورو ته به نه ښکاره کېدل حتا ام المومنين ته به هم نه ښکاره کېدل.

اظهر علي وېل شېخ صیب ايا رسول الله به هم د تبې په حالت کې داسې شیان ليدل؟

شېخ وېل له هغه څخه یې نه یم خبر خو کله به چې رسول الله مبارک د ام المومنين حضرت عايشې رض سره همبستره کېدو نو اکثره اوقات به په رسول الله مبارک وحیې را نازېلېده او جبرائيل ع سلام به ورته را ظاهره کېدو او بیا یې دغه مبارک حديث شريف هم بیان کړ:

? حَدَّثَنَا أَبُو الْيَمَانِ، أَخْبَرَنَا شُعَيْبٌ، عَنِ الزُّهْرِيِّ، قَالَ حَدَّثَنِي أَبُو سَلَمَةَ بْنُ عَبْدِ الرَّحْمَنِ، أَنَّ عَائِشَةَ ـ رضى الله عنها ـ زَوْجَ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَتْ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم «يَا عَائِشَ هَذَا جِبْرِيلُ يُقْرِئُكِ السَّلاَمَ» قُلْتُ وَعَلَيْهِ السَّلاَمُ وَرَحْمَةُ اللَّهِ «قَالَتْ وَهْوَ يَرَى مَا لاَ نَرَى»

? ژباړه: حضرت عایشې رض (د رسول الله مېرمن) روایت کوي چې د الله رسول (ص) ویل: «او عایشې! دا جبرایل ع دی او پر تا باندې سلام وايي» ما ویل: وعليکم وسلام ورحمت الله. عایشه رض زیاتوي چې رسول الله به هغه شیان ليدل چې موږ به نه ليدل (یا موږ ته نه ښکاره کېدل).

  • ? لومړی ماخذ: صحيح البخاري (كتاب الأدب – باب مَنْ دَعَا صَاحِبَهُ فَنَقَصَ مِنِ اسْمِهِ حَرْفًا) حدیث ۶۰۲۱
  • ? دویم ماخذ: صحيح البخاري ۷۸ کتاب ۲۲۵ حديث
  • ? درېیم ماخذ: صحيح البخاري انګليسي ۸ ټوک ۷۳ کتاب ۲۲۰ حديث
  • ? څلورم ماخذ: جامع ترمذي (كتاب المناقب عن رسول الله صلى الله عليه وسلم) ۴۹ کتاب ۴۲۵۵ حديث

اظهر وېل شېخ صیب دا د وحیې لپاره ډېر نامناسب وخت نه وو چې حضرت جبرائيل امين به رسول الله مبارک ته راتلو؟

شېخ وېل چوپ شه ګستاخه! وېل ایا ته تر الله پاک هوښيار یې؟ وېل دا نو د الله پاک خوښه وه چې هرکله یې زړه غوښتل نو په خپل محبوب سردارد دو جهان رسول الله مبارک به یې وحیې را نازلوله.

ما وېل سبحان الله بېشکه! بیا مې اظهر له ځان سره د فشار کتلو په بهانه بهر را وايستلو، اظهر ته مې وېل ته مې دا فشار لږ وګوره چې څو ته رسېدلی، ما وېل هسې نه چې د دوی دواړو تر منځ فزيکي شخړه را ولاړه نشي.

د عرفان انځور مې چې اخيستو نو راته ویل یې چې ګوره انځور مې خپور نه کړې ځکه که چېرې شېخ الحديث صیب یې وويني نو بیا راته په غوسه کيږي نو ځکه مې د عرفان مخ دلته پټ کړی.

اړوند مطلب

د تبليغ نهه دېرشمه ورځ – رسول الله مبارک خپله ژبه د حسن په خوله کې ورکړه

پرون ماسپښين زموږ د تبليغ یوه ملګري خپل کوچنی زوی جومات ته راوستی وو د …

خپل آند راسره شريک کړئ