پرون ماښام د شېخ الحديث او د عاطف پټېل تر لانجې وروسته شېخ سخت په غوسه وو او د هغه کور هم همدلته نيږې علاقه کې دی نو سړی کور ته لاړ، د ماخوستن لمانځه ته شېخ بېرته ځان جومات ته را ورسولو خو لا یې هم غوسه په څېره کې له ورایه ښکارېده.
▪️عرفان ماته پټ ووېل لکه چې شېخ صیب بیا په کور کې جنګ کړی او مېرمن یې وهلې.
▫️زما طاقت ونشو نو د شېخ څخه مې وپوښتل ما وېل په کور کې خو به دې له چا سره جنګ نه وي کړی چې تر اوسه په غوسه یې؟
▫️ما وېل ورېندار خو به دې نه وي وهلې ځکه ډېر په غوسه ووتې؟
▪️وېل صديقه! هېڅ وخت له یوه نارينه څخه دا پوښتنه مه کوه چې ولې دې خپله مېرمن وهلې؟
▫️ما وېل ولې شېخ صیب ایا پوښتنه کول ګناه ده؟
▪️وېل بس دا د رسول الله ص امر دی او بیا یې دغه مبارک حديث راته بیان کړ:
? حَدَّثَنَا زُهَيْرُ بْنُ حَرْبٍ، حَدَّثَنَا عَبْدُ الرَّحْمَنِ بْنُ مَهْدِيٍّ، حَدَّثَنَا أَبُو عَوَانَةَ، عَنْ دَاوُدَ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ الأَوْدِيِّ، عَنْ عَبْدِ الرَّحْمَنِ الْمُسْلِيِّ، عَنِ الأَشْعَثِ بْنِ قَيْسٍ، عَنْ عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ، عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ «لاَ يُسْأَلُ الرَّجُلُ فِيمَا ضَرَبَ امْرَأَتَهُ»
? ژباړه: له حضرت عمر بن خطاب رض څخه روایت دی چې رسول الله (صلی الله علیه و سلم) فرمايلي «له یو شخص څخه باید ونه پوښتل شي چې ولې یې خپله مېرمن وهلې(ډبولې)»
- ? لومړی ماخذ: سنن ابي داود (كتاب النكاح – باب فِي ضَرْبِ النِّسَاءِ) حدیث ۲۱۴۷
- ? دویم ماخذ: سنن ابي داود ۱۱ کتاب ۲۱۴۲ حديث
- ? درېیم ماخذ: سنن ابن ماجه (كتاب النكاح) انګليسي ۳ ټوک ۹ کتاب ۱۹۸۶ حديث
له حديث بیانولو څخه وروسته شېخ وېل زه به لږ ارام وکړم ځکه چې ستړی یم، عرفان هم ويده شو او ما ۵۰ کرته سورة فيل تلاوت کړه او بیا مې ايات الکرسي په جان چوف کړه او ويده شوم.