نن د ماسپښين له لمانځه وروسته د اسلم محمود په نامه یو ځوان جومات ته راغئ او د جومات په امام پسې ګرځېدو، ما چې وکتل سړی سرګردانه یوه خوا بله خوا کتل نو زه یې خواته ورغلم او پوښتنه مې ترې وکړه چې په چا پسې ګرځې او څوک لټوې؟
وېل د جومات امام مې پکار دی او غواړم یو څو پوښتنې ترې وکړم.
ما وېل امام بهر چېرې وتلی خو راځه زه به دې یوه بل عالم ته ورولم او هغه به ستاسې مشکل در حل کړي او سړی مې د شېخ الحديث خواته وروست، که څه هم د شېخ تبیت لږ سم نه وو خو بیا یې هم وېل وایه ځوانه څه خدمت درته کولای شم؟
اسلم وېل شېخ صیب د یو چا ډېره ښايسته لور ده او زه چې کله هم د هغه کورته ورځم نو یو عجيبه احساس کوم او زه پرې مین شوی یم، غواړم واده ورسره وکړم.
شېخ وېل نو په دې کې څه ستونزه ده خو ورشه کورنۍ دې د مرکې لپاره ورلېږه.
اسلم وېل نه شېخ صیب ستونزه دا ده چې هغه شخص ته ما خپل ورور ویلي او د ورورۍ لاس مې ورکړی او د هغه بچي ماته کاکا وايي نو زه څنګه دا جرئت وکړم چې له خپل ورور څخه د هغه د لور لاس وغواړم؟
شېخ وېل دا فکر به دې لومړی کړی وی خو خیر اوس هم کومه خبره نه ده او ته کولای شې چې له هغه سره واده وکړې ځکه هغه ستا اصلي ورور نه دی بلکې ديني ورور دې دی او بیا یې دغه مبارک حديث ورته بیان کړ:
? حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ يُوسُفَ، حَدَّثَنَا اللَّيْثُ، عَنْ يَزِيدَ، عَنْ عِرَاكٍ، عَنْ عُرْوَةَ، أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم خَطَبَ عَائِشَةَ إِلَى أَبِي بَكْرٍ فَقَالَ لَهُ أَبُو بَكْرٍ إِنَّمَا أَنَا أَخُوكَ، فَقَالَ « أَنْتَ أَخِي فِي دِينِ اللَّهِ وَكِتَابِهِ وَهْىَ لِي حَلاَلٌ»
? ژباړه: له حضرت عروه رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله (صلی الله علیه و سلم) له حضرت ابوبکر څخه د حضرت عایشې رض (د حضرت ابوبکر لور) لاس وغوښت (د واده لپاره). حضرت ابوبکر رسول الله مبارک ته وویل مګر زه خو ستا ورور یم. رسول الله ص وفرمایل (بېشکه) ته د الله په دين او کتاب کې زما ورور یې مګر حضرت عایشه رض ماته روا (حلاله) ده.
- ? لومړی ماخذ: صحيح البخاري (كتاب النكاح – باب تَزْوِيجِ الصِّغَارِ مِنَ الْكِبَارِ) حدیث ۵۰۸۱
- ? دویم ماخذ: صحيح البخاري ۶۷ کتاب ۱۹ حديث
- ? درېیم ماخذ: صحيح البخاري انګليسي ۷ ټوک ۶۲ کتاب ۱۸ حديث
شېخ وېل تش په خبرو یو څوک د چا نه ورور کېږي، که چېرې یو شخص چاته خپل زوی ووايي نو هغه یې نه زوی کېږي او حتا د هغه له مېرمنې سره که چېرې نوموړی شخص یې طلاقه کړي نو ته واده هم ورسول کولای شې.
اسلم وېل دا څه ګدې وډې وایې شېخ صیب یو شخص ته دې چې زوی وویل نو د هغه مېرمن خو بیا ستا نګور کيږي نو له خپلې نګور سره څرنګه څوک واده کولای شي؟
شېخ وېل ساده انسانه که چېرې دا کار بد کار وی نو رسول الله مبارک به پخپله نه وی کړی.
اسلم وېل ايا رسول الله داسې عمل ترسره کړی؟
شېخ وېل هو! رسول الله د زید بن حارث په نامه یو ځوان ته خپل زوی ویلي وو او زید بیا وروسته د زید بن محمد په نامه هم شهرت وموند او رسول الله مبارک د هغه له مېرمنې سره چې زینب بنت جحش نومېده نکاح وکړه وروسته له هغې چې زید طلاقه کړه.
اسلم وېل بس بس شېخ صیب ما مې د خپلو پوښتونو ځوابونه وموندل او بس سړی همداسې له جوماته ووتلو.
ما وېل کور دې ودان شېخ صیب چې حتا د دغه تکلیف په حالت کې هم هره ورځ زموږ ايمانونه په دغه مبارکو احاديثو را تازه کوې.