نن سهار له ناشتا وروسته عرفان بهر ووتلو او څو ساعته وروسته ګورو چې یو سپينږيری شخص یې له ځان سره جومات ته راوستلو.
ما وېل عرفانه دا څوک دی؟
عرفان وېل دا ګوپال چاچا دی او نوی نوی مسلمان شوی، غواړي چې د اسلام په اړه مالومات ترلاسه کړي.
ما ګوپال چاچا د شېخ الحديث خوا ته وروستلو چې د اسلام د احکامو په اړه نور مالومات ورکړي نو شېخ له ګوپال چاچا نه پوښتنه وکړه چې ته سنت شوی یې او کنه؟
ګوپال چاچا د شېخ په خبره پوه نه شو او وېل هغه څه شی وي؟ بیا مې ګوپال چاچا د سنتۍ په مطلب پوه کړ.
شېخ ته مې وېل خدای ته وګوره دا سپينږيری سړی دی او که چېرې په دې عمر کې یې سنت کړې نو ښايي وجود یې ګزک ونيسي او یا چرک وکړي نو د بد به یې بدتره کړې او له دين څخه به یې زړه توری کړې.
شېخ وېل نه یو څوک چې اسلام ته راځي نو که هغه هر څومره زوړ هم وي باید لومړی ځان سنت کړي او بیا یې دغه مبارک حديث شريف راته بیان کړ:
? حَدَّثَنَا عَبْدُ الْعَزِيزِ بْنُ عَبْدِ اللهِ الأُوَيْسِيُّ قَالَ: حَدَّثَنِي سُلَيْمَانُ بْنُ بِلاَلٍ، عَنْ يُونُسَ، عَنِ ابْنِ شِهَابٍ قَالَ: «وَكَانَ الرَّجُلُ إِذَا أَسْلَمَ أُمِرَ بِالِاخْتِتَانِ وَإِنْ كَانَ كَبِيرًا»
? ژباړه: له ابن شعیب رض څخه روایت دی چې کله به یو شخص مسلمان شو نو هغه ته به یې امر وکړ چې خپل ځان سنت (ختنه) کړي ولوکه هغه زوړ هم وو.
- ? لومړی ماخذ: عربي كتاب الْخِتَانِ (الألباني) ۱ کتاب حدیث ۱۲۵۲
- ? دویم ماخذ: : انګليسي كتاب الْخِتَانِ (الألباني) ۵۳ کتاب حدیث ۱۲۵۲
بیا یې وېل ته خبر یې چې حضرت ابراهيم خليل الله چې د ۸۰ کالو سپينږيری وو ځان په خپله په تېشه باندې سنت کړ او دا خو تر ابراهيم خليل الله ډېر ځوان دی او اوس خو دا کار هر نايي او ډاکټر ترسره کولای شي نو په دې کې د دليل ګنجايش نشته، بیا یې دغه مبارک حديث موږ ته بیان کړ:
? عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ «اخْتَتَنَ إِبْرَاهِيمُ بَعْدَ ثَمَانِينَ سَنَةً، وَاخْتَتَنَ بِالْقَدُومِ »
? ژباړه: له حضرت ابو هریرة رض څخه روایت دی چې رسول الله (صلی الله علیه و سلم) فرمايلي چې حضرت ابراهيم ع خپل ځان هغه مهال سنت (ختنه) کړ چې عمر یې له ۸۰ کلونو اوښتی وو او خپل ځان یې د تېشې (ترښځ) په وسيله سنت کړ.
- ? لومړی ماخذ: صحيح البخاري كتاب الاستئذان حدیث ۶۲۹۸
- ?دویم ماخذ: صحيح البخاري ۷۹ کتاب ۷۰ حديث
- ?درېیم ماخذ: صحيح البخاري انګليسي ۸ ټوک ۷۴ کتاب ۳۱۳ حديث
ګوپال چاچا چې د شېخ خبرې وکړې وېل زه په کور کې له خپلې مېرمنې سره مشوره کوم او بیا بېرته راځم او سړی همداسې پسې له جوماته ووت، خدای دې وکړي چې بېرته له خپلې کړې وعدې سره سم راشي.
له هغه وروسته عرفان وېل شېخ صیب زموږ رسول الله مبارک څه وخت سنت شوی وو او چا سنت کړ؟
شېخ وېل په ځينو روایاتو کې راغلي چې هغه سنت شوی پيدا وو او په ځينو کې راغلي چې هغه جبرائيل امين سنت کړی وو. والله اعلم ځکه زه هغه وخت موجود نه وم چې په اړه یې دقيق مالومات درکړم.