د تبلیغ دیارلسمه ورځ: د حضرت عايشې رض څخه روایت شوی حديث

پرون ماښام عرفان خپل هندو ملګری جومات ته راوستی وو چې منيش کومار نومېدو او وېل دا شخص غواړي اسلام قبول کړي خو لومړی یو دوه پوښتنې لري چې باید ځوابونه یې ترلاسه کړي.

ما وېل الحمدالله شکر دا خو د خوښۍ زېری دی او د پوښتنو د ځوابونو ترلاسه کولو لپاره به یې شېخ الحديث صیب ته یې ورولو تر څو د شېخ له عالمانه ځوابونو څخه برخمن شي.

له روغبړ وروسته مو شېخ ته وویل چې دا شخص یو څو پوښتنې لري چې مخکې له اسلام قبلېدو غواړي خپل ځوابونه ترلاسه کړي، شېخ وېل بسم الله پوښتنه دې وکړه.

منيش وېل زه له ډېرې موده ستاسې دين مطالعه کوم خو چې کله مې د مسند احمد بن حمبل حديث او سيرت النبويه کې دغه دوه موارد ولوستل نو لږ یې په سوچ کې کړم او غواړم ستاسې څخه وپوښتم چې ایا دغه خبره ريښتیا ده او کنه؟

? رسول الله (صلی الله علیه و سلم) د عباس لور ام حبيبه چې لا تيخوره (شيرخوره) وه وليده او رسول الله مبارک وفرمایل: کله چې دا نجلۍ لویه شي او که چېرې زه ژوندی وم نو له دې سره به واده کوم.
? ماحذ: مسند احمد ابن حنبل حديث ۲۵۶۳۶

(سهيلي ۲ . ۷۹): له یونس رض څخه روایت دی چې رسول الله مبارک (ام الفادي) وليده چې کله هغې د رسول الله پر وړاندې خاپوړي کول نو ویې فرمایل: که چېرې زه ژوندی وم نو له دې سره به واده کوم. ملګر رسول الله وفات شو چې کله هغه لویه شوه او بیا یې له سفیان بن الاسود سره واده وکړ.
? ماحذ: سيرة النبویة (ابن اسحاق) ۳۱۱ پاڼه

شېخ وېل منيش صیب زه د دغه مواردو پر کره والي څه نشم ویلی خو زه به په دې مورد تحقيق وکړم هو البته همدغه ته مشابه یو حديث شته چې له حضرت عايشې رض څخه روایت شوی:

? حَدَّثَنَا عُبَيْدُ بْنُ إِسْمَاعِيلَ، حَدَّثَنَا أَبُو أُسَامَةَ، عَنْ هِشَامٍ، عَنْ أَبِيهِ، عَنْ عَائِشَةَ، قَالَتْ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم «أُرِيتُكِ فِي الْمَنَامِ مَرَّتَيْنِ، إِذَا رَجُلٌ يَحْمِلُكِ فِي سَرَقَةِ حَرِيرٍ فَيَقُولُ هَذِهِ امْرَأَتُكَ، فَأَكْشِفُهَا فَإِذَا هِيَ أَنْتِ، فَأَقُولُ إِنْ يَكُنْ هَذَا مِنْ عِنْدِ اللَّهِ يُمْضِهِ.»

? ژباړه: له حضرت عایشې رضی الله عنه څخه روایت دی چې د الله رسول (ص) ماته وویل: «ته دوه ځله ماته په خوب کې را ښکاره شوې یې. یو شخص (جبرائيل ع) چې ته یې د ورېښمو په جامو (وروڼي) کې پېچلې روانه کړې وې ماته وویل: «دا ستا ښځه (مېرمن) ده. ما چې کله را لوڅه کړې نو ومې کتل ته وې. بیا مې له ځانه سره وویل: «که چېرې دا د الله له لوري وي نو واقع به شي.

  • ? لومړی ماخذ: صحيح البخاري حدیث (كتاب النكاح – باب نِكَاحِ الأَبْكَارِ) حديث ۵۰۷۸
  • ? دویم ماخذ: صحيح البخاري حدیث (كتاب التعبير- باب كَشْفِ الْمَرْأَةِ فِي الْمَنَامِ) حديث ۷۰۱۱
  • ? درېیم ماخذ: صحيح البخاري ۹۱ کتاب ۲۹ حديث
  • ? څلورم ماخذ: صحيح البخاري ۶۸ کتاب ۱۶ حديث
  • ? پنځم ماخذ: صحيح البخاري انګليسي ۷ ټوک ۶۲ کتاب ۱۵ حديث
  • ? شپږم ماخذ: صحيح البخاري انګليسي ۹ ټوک ۸۷ کتاب ۱۳۹ حديث

منيش چې دغه مبارک حديث واورېد نو وېل که ستاسې اجازه وي نو به اوس ولاړ شم ځکه لږ کار لرم او د شهادت د کلمې ویلو لپاره به بیا بېګا ته بېرته راشم، منيش چې لاړ نو پسې لاړ او بیا یې درک را مالوم نشو، بېګا مې بیا عرفان ته ووېل ته زنګ ورپسې ووهه چې منيش څه شو؟ عرفان وېل زما ټيليفون ته هم ځواب نه وايي چې څه خبره به وي؟ نن سهار هم عرفان ډېر کوښښ وکړ خو ميش یې ټيليفون ته ځواب ورنکړ.

اړوند مطلب

د تبليغ نهه دېرشمه ورځ – رسول الله مبارک خپله ژبه د حسن په خوله کې ورکړه

پرون ماسپښين زموږ د تبليغ یوه ملګري خپل کوچنی زوی جومات ته راوستی وو د …

خپل آند راسره شريک کړئ