د شېخ دا څو ورځې وشوې چې اسهال نه ښه کيږي، وختي له بیان وروسته شېخ راته وېل صدیقه ته خو یوه فلاجيل یا ميټوډين ګولۍ راکړه که درسره وي ګوندې دا اسهال مې ورسره ښه شي.
ما وېل شېخ صیب تا خو تېر کال چې کله عرفان اسهال شوی وو نو د شاتو د خوراک سپارښتنه دې ورته کوله او بیا دې دغه مبارک حديث هم ورته بیان کړ:
? عَنْ أَبِي سَعِيدٍ، قَالَ جَاءَ رَجُلٌ إِلَى النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم فَقَالَ إِنَّ أَخِي اسْتَطْلَقَ بَطنُهُ. فَقَالَ «اسْقِهِ عَسَلاً». فَسَقَا. فَقَالَ إِنِّي سَقَيْتُهُ فَلَمْ يَزِدْهُ إِلاَّ اسْتِطْلاَقً. فَقَالَ «صَدَقَ اللَّهُ وَكَذَبَ بَطْنُ أَخِيكَ». تَابَعَهُ النَّضْرُ عَنْ شُعْبَةَ.
? ژباړه: له حضرت ابي سعيد څخه روایت دی چې یو شخص رسول الله ﷺ ته راغئ او ویل یې «زما ورور اسهال دی» رسول الله وفرمایل «شات (عسل) ورکړه چې ویې څښي.» نوموړی شخص بېرته پیغمبر ﷺ ته راغئ او ویل یې په ورور مې شات وڅښل مګر د هغه حالت یې لا پسې خراب کړ. رسول الله ﷺ وفرمایل الله پاک ريښتیا ويلي او ستا د ورور خېټې دروغ ويلي.
- ? لومړی ماخذ: صحيح البخاري (كتاب الطب – باب دَوَاءِ الْمَبْطُونِ) حديث ۵۷۱۶
- ? دویم ماخذ: صحيح البخاري کتاب ۷۶ حديث ۳۳
- ? درېیم ماخذ: انګليسي صحيح البخاري ۷ ټوک ۷۱ حديث ۶۱۴
- ما وېل ستا خو عقيده ښه پخه ده نو ته ولې دا کار نه کوې؟
وېل صديقه هغه پخوانۍ عقيدې ولاکه په ننني دور کې راپاتې وي بس خدای پاک دې زموږ اخره خاتمه له ايمان سره کوي.
ما وېل شېخ صیب خیر ته مه ور خطا کېږه که چېرې خدای مکړه له اسهال څخه مړ هم شې نو شهادت او حورې به دې په نصيب شي او تا راته تېر کال ویلي وو چې څوک د اسهال له ناروغۍ مړ شي هغه شهيد دی او د شهادت اقسام دې هم راته پنځه بیان کړي وو:
? عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ: «الشُّهَدَاءُ خَمْسَةٌ: الْمَطْعُونُ، وَالْمَبْطُونُ، وَالْغَرِقُ، وَصَاحِبُ الْهَدْمِ، وَالشَّهِيدُ فِي سَبِيلِ اللهِ عَزَّ وَجَلَّ»
? ژباړه: له حضرت ابو هریره څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: شهادت پنځه ۵ ډوله دی: څوک چې طاعون (وبا ناروغۍ) له وجې مړ شي، څوک چې د اسهال (کولرا) له وجې مړ شي، څوک چې د غرقېدو له وجې مړ شي، څوک چې د خاورو لاندې شي او مړ شي او څوک چې الله په لاره کې په جګړه کې شهيد شي.
- ? رواه البخاري في الأذان (۶۵۴)، ومسلم في الإمارة (۳۵۳۸)، والترمذي في لاجنائز (۹۸۳)، وأحمد (۷۹۵۴)، ومالك في النداء للصلاة (۲۶۹)
بیا دې دغه حديث هم راته بیان کړی وو چې شهادت اوه ډوله دی:
? وعن جَابِرِ بْنِ عَتِيكٍ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قال: «الشُّهَدَاءُ سَبْعَةٌ سِوَى الْقَتْلِ فِي سَبِيلِ اللَّهِ : الْمَطْعُونُ شَهِيدٌ، وَالْغَرِقُ شَهِيدٌ، وَصَاحِبُ ذَاتِ الْجَنْبِ شَهِيدٌ، وَالْمَبْطُونُ شَهِيدٌ، وَالْحَرِقُ شَهِيدٌ، وَالَّذِي يَمُوتُ تَحْتَ الْهَدْمِ شَهِيدٌ، وَالْمَرْأَةُ تَمُوتُ بِجُمْعٍ شَهِيدٌ»
? ژباړه: له حضرت جابر بن عتیک څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: شهادت په اوه ۷ ډوله دی: څوک چې طاعون (وبا ناروغۍ) له وجې مړ شي، څوک چې د غرقېدو له وجې مړ شي، څوک چې د خپل مال او ناموس په دفاع کې مړ شي، څوک چې د اسهال (کولرا) له وجې مړ شي، څوک چې اور کې د سوځېدو له وجې مړ شي، څوک چې د خاورو لاندې (تعمير لاندې شي) شي او مړ شي او کومه ښځه چې د ولادت پر مهال مړه شي.
- ? رواه أبو داود في الجنائز (۲۷۰۴)، وصححه الألباني في صحيح أبي داود، ومالك في الجنائز باب النهي عن البكاء على الميت (۴۹۳)
وېل صديقه! که چېرې زه شهيد شم نو دا احاديث به امت ته څوک رسوي؟
ملګرو که چېرې ستاسې اسهال هم لکه د حديث شريفه له تجويز سره سم د شاتو په وسيله نه ښه کېدو نو پوه شئ چې عقيدې مو خرابې شوي بیا د کوپارو په لاس جوړ شوي درمل د مجبورۍ په حالت کې وخورئ.