د تبلیغ شپاړسمه ورځ – په روژه کې د مچو کولو حکم

پپرون مازدیګر د شېخ خبرو زما هم په دې مسافرۍ کې حالت را خراب کړی وو او فشار مې جګ شوی وو خو بیا مې هم لس کرته استغفار ووې او پر ځان مې چوف کړ چې د شیطان له وسواس څخه په امن کې پاتې شم، ماښام چې کله د شېخ الحديث په بیان زموږ ټولو ناستو حاضرینو ایمانونه خړوب شول نو د محمد قريشي په نامه یو هلک د جومات د امام خواته راغئ وېل امام صیب کولای شم ستاسې نه یوه پوښتنه وکړم؟

امام وېل ولې نه مهرباني! په دې وخت کې شېخ هم د دې ځوان پوښتنې ته متوجې شو.

محمد قریشي وېل امام صیب تاته خو مالومه ده چې دلته زموږ د حیدرآباد په ایالت کې په دوبي کې روژه نيول شين کفر وي او زه یې هېڅ توان او طاقت نه لرم نو کله چې روژه په اوړي کې واقع شي نو زه او مېرمن مې روژه نه نيسو او بیا چې کله هوا سړه شي نو هغه خپلې ۲۹ یا ۳۰ قضايي په ژمي کې پوره کوو او بل ایا د روژې په حالت کې موږ کولای شو چې یو بل مچو کړو؟ وېل په دې خو به زموږ روژه نه ماتيږي؟

امام وېل لومړی خو به د الله عذاب هر وخت پر تاسې دواړو باندې را نازل وي ځکه چې تاسې ګمراهان روژه قصداً قضا کوئ او بیا ورپسې دا بې ځایه پوښتنې هم کوې، او وېل سله پله سله ستاسې روژه ماتيږي په دې کار سره او بیا یې په دې مورد د رسول الله مبارک دغه حديث هم ورته بیان کړ:

? حَدَّثَنَا أَبُو بَكْرِ بْنُ أَبِي شَيْبَةَ، حَدَّثَنَا الْفَضْلُ بْنُ دُكَيْنٍ، عَنْ إِسْرَائِيلَ، عَنْ زَيْدِ بْنِ جُبَيْرٍ، عَنْ أَبِي يَزِيدَ الضِّنِّيِّ، عَنْ مَيْمُونَةَ، مَوْلاَةِ النَّبِيِّ ـ صلى الله عليه وسلم ـ قَالَتْ سُئِلَ النَّبِيُّ ـ صلى الله عليه وسلم ـ عَنْ رَجُلٍ قَبَّلَ امْرَأَتَهُ وَهُمَا صَائِمَانِ قَالَ «قَدْ أَفْطَرَا»

? ژباړه: له حضرت میمونې رضی الله عنه (د رسول الله مبارک وينځه وه) څخه روایت دی چې یو شخص له رسول الله (صلی الله علیه و سلم) څخه پوښتنه وکړه چې خپله مېرمن یې ښکل (مچو) کړې په داسې حاله کې چې دواړه روژه وو. هغه وفرمایل: دوی خپله روژه ماته کړې.

  • ? لومړی ماخذ: سنن ابن ماجه (كتاب الصيام) ۷ کتاب حدیث ۱۷۵۶
  • ? دویم ماخذ: سنن ابن ماجه انګليسي ۱ ټوک ۷ کتاب حدیث ۱۶۸۶

قريشي ته د امام خبرو او ځواب خوند ور نه کړ نو همداسې پاڅېد او روان شو، ما شېخ ته ووېل ته څه پکښې وايې؟

شېخ قريشي تر لاسه ونيو او د جومات یوې څنډې ته کښېناست او زه هم ورسره وم، بیا یې زیاته کړه چې دا زموږ د جومات امام ډېر افراطي دی او داسې هم نه ده لکه دی چې وايي، بیا یې وېل په مچو کولو روژه نه ماتيږي او دا کار رسول الله مبارک هم کولو او بیا یې دغه مبارک حديث ورته بیان کړ:

? حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ كَثِيرٍ، أَخْبَرَنَا سُفْيَانُ، عَنْ سَعْدِ بْنِ إِبْرَاهِيمَ، عَنْ طَلْحَةَ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ، – يَعْنِي ابْنَ عُثْمَانَ الْقُرَشِيَّ – عَنْ عَائِشَةَ، – رضى الله عنها – قَالَتْ كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يُقَبِّلُنِي وَهُوَ صَائِمٌ وَأَنَا صَائِمَةٌ.

? ژباړه: له حضرت عایشې رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله (صلی الله علیه و سلم) به زه ښکلولم (مچو کولم) په داسې حال کې چې هغه به هم روژه وو او زه به هم روژه وم.

  • ? لومړی ماخذ: سنن ابي داود (كتاب الصوم – باب الْقُبْلَةِ لِلصَّائِمِ) حدیث ۲۳۸۴
  • ? دویم ماخذ: سنن ابي داود ۱۴ کتاب ۷۲ حديث
  • ? درېیم ماخذ: انګليسي سنن ابي داود ۱۳ کتاب ۲۳۷۸ حديث

د قريشي په څېره مسکا را ښکاره شوه وېل زنده باد شېخ الحديث صیب، بیا شېخ زیاته کړه چې رسول الله مبارک به حتا د عايشې رض ژبه هم د روژې په حالت کې زبېښله او روژه به یې نه پرې ماتېدله خو ته ګوره دا کار ونه کړې ځکه چې موږ او تاسې پر خپلو نفسونو هومره واک او اختیار نه لرو لکه څومره چې رسول الله مبارک لرلو او بیا یې دغه حديث ورته بیان کړ:

? حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ عِيسَى، حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ دِينَارٍ، حَدَّثَنَا سَعْدُ بْنُ أَوْسٍ الْعَبْدِيُّ، عَنْ مِصْدَعٍ أَبِي يَحْيَى، عَنْ عَائِشَةَ، أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم كَانَ يُقَبِّلُهَا وَهُوَ صَائِمٌ وَيَمُصُّ لِسَانَهَا.

? ژباړه: له حضرت عایشې رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله (صلی الله علیه و سلم) به زه ښکلولم او زما ژبه به یې زبېښله چې کله به روژه وو.

  • ? لومړی ماخذ: سنن ابي داود (كتاب الصوم – باب الصَّائِمِ يَبْلَعُ الرِّيقَ) حدیث ۲۳۸۶
  • ? دویم ماخذ: سنن ابي داود ۱۴ کتاب ۷۴ حديث
  • ? درېیم ماخذ: انګليسي سنن ابي داود ۱۳ کتاب ۲۳۸۰ حديث

د شېخ الحديث دغه حديث نور هم زما فشار جګ کړ او هلک پک یې حیران کړم چې اوس د امام ومنو او که د شېخ او ټوله شپه مې په ويښو تېره کړه، هر څه لټ په لټ اوښتم خو خوب را نغئ د سهار تر اذانونو، هېڅ په علت یې پوه نه شوم، ښايي وجه به یې مسافري وه او کور هم ډېر زیات راپه یاد شو.

اړوند مطلب

د تبليغ نهه دېرشمه ورځ – رسول الله مبارک خپله ژبه د حسن په خوله کې ورکړه

پرون ماسپښين زموږ د تبليغ یوه ملګري خپل کوچنی زوی جومات ته راوستی وو د …

خپل آند راسره شريک کړئ