د تلبيغ دوولسمه ورځ: د زلزلې لامل د شیطان ښکر له ځمکې راوتل دي


نن سهار چې لمونځ مو ادا کړ او د شېخ الحديث په بیان مو ايمانونه تازه کړل نو وروسته بیا شېخ لاسونه اوچت کړل او دوعا یې شروع کړه. شېخ وېل يا الله! ته زموږ هېواد د جمعې له برکته له فتنو او فسادونو څخه وساتې او دلته بیا د شیطان لعين ښکر را ونه خېژوې.

چې کله دوعا ختمه شوه او ټولو امين ووېل نو ما له شېخ څخه پوښتنه وکړه ما وېل شېخ صیب دا د شیطان د ښکرو څه کيسه ده زما خو هېڅ سر ورباندې خلاص نشو؟

شېخ الحديث وېل دا په کومو سيمو کې چې زلزلې کېږي نو لامل یې هلته د شیطان ښکر را وتل دي او کله چې په یو ځای کې د شیطان ښکر راووځي نو هلته زلزلې کېږي او بیا یې دغه مبارک حديث هم موږ ټولو ته بیان کړ:

? حَدَّثَنَا عَلِيُّ بْنُ عَبْدِ اللَّهِ، حَدَّثَنَا أَزْهَرُ بْنُ سَعْدٍ، عَنِ ابْنِ عَوْنٍ، عَنْ نَافِعٍ، عَنِ ابْنِ عُمَرَ، قَالَ ذَكَرَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم «اللَّهُمَّ بَارِكْ لَنَا فِي شَأْمِنَا، اللَّهُمَّ بَارِكْ لَنَا فِي يَمَنِنَا». قَالُوا وَفِي نَجْدِنَا. قَالَ «اللَّهُمَّ بَارِكْ لَنَا فِي شَأْمِنَا، اللَّهُمَّ بَارِكْ لَنَا فِي يَمَنِنَا». قَالُوا يَا رَسُولَ اللَّهِ وَفِي نَجْدِنَا فَأَظُنُّهُ قَالَ فِي الثَّالِثَةَ «هُنَاكَ الزَّلاَزِلُ وَالْفِتَنُ، وَبِهَا يَطْلُعُ قَرْنُ الشَّيْطَانِ».

? ژباړه: له ابن عمر څخه روایت دی چې له رسول الله (صلی الله علیه و سلم) وفرمايل: اې الله! ته زموږ پر شام برکت واچوې. اې الله! ته زموږ پر یمن برکت واچوې. خلکو وویل همدارنګه زموږ پر نجد هم. رسول الله بیا وفرمایل: اې الله! ته زموږ پر شام برکت واچوې. اې الله! ته زموږ پر یمن برکت واچوې. خلکو بیا وویل همدارنګه زموږ پر نجد هم. په درېیم ځل رسول الله وفرمایل: نجد د زلزلو او فتنو (فساد) ځای دی او له هغه ځای څخه د شیطان ښکر راوځي.

  • ? لومړی ماخذ: صحيح البخاري حدیث (كتاب الفتن – باب قَوْلِ النَّبِيِّ ص الْفِتْنَةُ مِنْ قِبَلِ الْمَشْرِقِ) ۷۰۹۴ او ۱۰۳۷
  • ? دویم ماخذ: صحيح البخاري ۹۲ کتاب ۴۵ حديث
  • ? درېیم ماخذ: صحيح البخاري انګليسي ۹ ټوک ۸۸ کتاب ۲۱۴ حديث
  • ? څلورم ماخذ: عربي جامع ترمذي (كتاب المناقب عن رسول الله ص) ۴۹ کتاب ۴۳۳۴ حديث

عرفان وېل شېخ صیب دا فتنې او فسادونه خو په پولنډ، سنګاپور، یوروګوای او ايستونیا کې خورا ډېر کيږي خو هلته د دې شیطان بلا وهلي هېڅکله ښکر نه را خېږي او برعکس په جاپان، نيپال، اندونيزیا، فيليپين، هندوستان، اېکوادور او ترکیه کې بیا هر وخت د شیطان ښکر راوتلي وي چې د دې وجه به څه وي؟

شېخ وېل ډېرې پوښتنې د انسان عقيده او ايمان کمزوری کوي نو نور دا بحث بند کړه، دا خبره یې وکړه او سړی لاړ او د باندې ووتلو.

اړوند مطلب

د تبليغ نهه دېرشمه ورځ – رسول الله مبارک خپله ژبه د حسن په خوله کې ورکړه

پرون ماسپښين زموږ د تبليغ یوه ملګري خپل کوچنی زوی جومات ته راوستی وو د …

خپل آند راسره شريک کړئ