پرون مازديګر یو څو اسرائيلي او اروپايي سیلانیان جومات ته راغلل، شېخ دستي عرفان ته غږ کړ وېل دا ناولي جومات ته د ننه مه را پرېږده ځکه چې دا ناولي جومات بې لمازه کوي.
ما وېل شېخ صیب ګوره موږ ته پکار ده چې له ټولو انسانانو سره ښه سلوک او ښه رفتار وکړو او هغوی هم زموږ په څېر انسانان دي، موږ کولای شو په ښو اخلاقو او ښه چلند د هغوی زړونه په لاس راوړو او هغوی را خپل کړو، بل هغوی تاته څه زیان در رسولی چې ته دومره کرکه ترې لرې او زړه دې ورته ډک دی؟
شېخ وېل یهود او نصارا هېڅکله زموږ دوستان نشي کېدای او ویل یې له یهودانو او عيسویانو نه د رسول الله مبارک هم ډېر بد راتلل او هېڅ یې نه خوښېدل، وېل که رسول الله یو لس کاله نور هم ژوندی پاتې شوی وی نو یهودان او عيسویان به یې مکمله توګه له جزيرة العرب څخه ايستلي وی او بیا یې دغه مبارک حديث راته بیان کړ.
? وَعَنْ عُمَرُ بْنُ الْخَطَّابِ – رضى الله عنه – أَنَّهُ سَمِعَ رَسُولَ اَللَّهِ – صلى الله عليه وسلم – يَقُولُ: «لَأَخْرِجَنَّ اَلْيَهُودَ وَالنَّصَارَى مِنْ جَزِيرَةِ اَلْعَرَبِ, حَتَّى لَا أَدَعَ إِلَّا مُسْلِماً».
? ژباړه: له حضرت عمر بن خطاب رض څخه روایت دی چې ما له رسول الله (صلی الله علیه و سلم) څخه اورېدلي چې ویل یې زه به له جزیرة العرب (عربي ټاپووزمه چې اوسنی ۹ هېوادونه لکه اردون، عراق، کوېټ، بحرین، قطر، امارات، سعودي او یمن پکښې شامل دي) څخه ټول یهودان او عيسویان باسم (شړم) او پرته له مسلمانانو به هېڅوک پکښې نه پرېږدم.
- ? لومړی ماخذ: صحیح مسلم (كتاب الجهاد والسير – باب إِخْرَاجِ الْيَهُودِ وَالنَّصَارَى مِنْ جَزِيرَةِ الْعَرَبِ) حدیث ۱۷۶۷
- ? دویم ماخذ: صحيح مسلم ۳۲ کتاب ۷۵ حديث
- ? درېیم ماخذ: انګليسي صحيح مسلم ۱۹ کتاب ۴۳۶۶ حديث
- ? څلورم ماخذ: بلوغ المرام (كتاب الجهاد) ۱۱ کتاب ۱۳۴۱ حديث او عربي کتاب حديث ۱۳۱۵
شېخ وېل په (صحیح البخاري (كتاب أحاديث الأنبياء – بَابُ خَلْقِ آدَمَ صَلَوَاتُ اللَّهِ عَلَيْهِ وَذُرِّيَّتِهِ) حدیث ۳۳۲۹ کې راځي) چې جبرائیل ع هم د یهودانو سخت دښمن وو ? (أَخْوَالِهِ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم «خَبَّرَنِي بِهِنَّ آنِفًا جِبْرِيلُ.» قَالَ فَقَالَ عَبْدُ اللَّهِ ذَاكَ عَدُوُّ الْيَهُودِ مِنَ الْمَلاَئِكَةِ.)
وېل کله چې حضرت جبرائيل او رسول الله له هغوی سره دوښمني کوي نو پر موږ هم لازمه ده چې د نبي کريم ص دغه سنت پر ځای کړو، بیا یې وېل رسول الله فرمايلي چې مسلمانان به تل پر یهودانو غالب وي او موږ باید هر وخت د دوی پر وړاندې جهادونه وکړو او بیا یې دغه مبارک حديث شريف هم راته بیان کړ:
? حَدَّثَنَا أَبُو بَكْرِ بْنُ أَبِي شَيْبَةَ، حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ بِشْرٍ، حَدَّثَنَا عُبَيْدُ اللَّهِ، عَنْ نَافِعٍ، عَنِ ابْنِ عُمَرَ، عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ «لَتُقَاتِلُنَّ الْيَهُودَ فَلَتَقْتُلُنَّهُمْ حَتَّى يَقُولَ الْحَجَرُ يَا مُسْلِمُ هَذَا يَهُودِيٌّ فَتَعَالَ فَاقْتُلْهُ»
? ژباړه: له ابن عمر رض څخه روایت دی رسول الله ص فرمايلي: تاسې به تر هغه له یهودانو سره جنګېږئ او وژنئ به یې چې تر څو حتا کاڼي هم ووايي: دلته راشه اې مسلمانه! دلته یهود دی (زما ترشا پټ دی) ویې وژنه.
- ? لومړی ماخذ: صحیح مسلم (كتاب الفتن وأشراط الساعة – بَاب لَا تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى يَمُرَّ الرَّجُلُ بِقَبْرِ الرَّجُلِ فَيَتَمَنَّى أَنْ يَكُونَ مَكَانَ الْمَيِّتِ مِنْ الْبَلَاءِ) حدیث ۲۹۲۱
- ? دویم ماخذ: صحيح البخاري (كتاب الجهاد والسير – باب قِتَالِ الْيَهُودِ) حديث ۲۹۳۵ او حديث ۲۹۲۶
- ? درېیم ماخذ: صحيح مسلم ۵۴ کتاب ۱۰۱ حديث
- ? څلورم ماخذ: انګليسي صحيح مسلم ۴۱ کتاب ۶۹۸۱ حديث
- ? پنځم ماخذ: صحيح بخاري ۵۶ کتاب حديث ۱۳۸
- ? شپږم ماخذ: جامع ترمذي (كتاب الفتن عن رسول الله ص – باب مَا جَاءَ فِي عَلاَمَةِ الدَّجَّالِ) حديث ۲۲۳۶
عرفان د شېخ په خبرو دومره احساساتي شو چې نيږدې وو پر هغه سیلانیانو حمله وکړي، ما سمدستي را عرفان را ټينګ کړ او هغه بهرنیانو ته مې وویل د دې شخص ذهني توازن لږ سم نه دی او تاسې خفه نشئ، بیا مې سړی ځانه سره جومات ته ننستلو، ما وېل د خدای ظالمه ته په اومه پېړۍ کې ژوند نه کوې او نه هم اوس هغه د رسول الله مبارک د وخت د جهادونو وخت دی، نړۍ اوس د یوه کلي په څېر ده او دلته زموږ سره د هر نژاد، هر فکر، هر مذهب او هرې اېډیالوژۍ خلک ګډ ژوند کوي او پرته له دې چې یو بل ونه زغمو او یو بل ته درناوی ونه کړو نو دلته په دې نړۍ کې به ژوند کول راته ګران شي.
چې کله عرفان لږ ارام شو نو زه بیا د سورة الانفال او سورة الکافرون تلاوت ته کښېناسم.