آیا خدای پاک له خپلو ناکامیو څخه پند نه اخلي او که خلکو په دروغو د پیغمبرۍ دعوې کړي؟

تورپېکۍ احمدزۍ خور له امريکا څخه پوښتنه رالېږلې وايي زه د تاريخ په رشته کې تدريس کوم، کله کله داسې پوښتنې مې ذهن ته راشي چې بيخي لاره راڅخه ورکه کړي چې څه وکړم؟ زما په ذهن کې بار بار دا خبره را ګرځي چې آیا خدای پاک توبه نعوذ باالله له خپلو ناکامیو څخه پند نه اخلي او که خلکو په دروغو د پیغمبرۍ دعوې کړي؟

 

 
که چېرې موږ تاريخ ته ځير شو نو مختلفو خلکو په مختلفو وختونو کې د نبوت دعوې کړي، د بېلګې په توګه:
 
?حضرت آدم ع پیغمبر وو او الله ج اراده لرله چې خلک په ځمکه هم د خدای وحدانیت ومني؛ مګر د هغه له نبوت څخه وروسته بیا هم انسان ګمراه شول.
 
?بیا وروسته حضرت نوح ع پیغمبر شو او هغه ۹۵۰ کاله یې خلکو ته د ایمان د قبلولو تبلیغ وکړ؛ مګر بیا هم بیخي کمو او محدوو کسانو ایمان قبول کړ او زیات شمېر کسانو ایمان رانه وړ، یعنې الله ج اراده لرله چې خلک وحدانیت قبول کړي مګر دا پروسه هم ناکامه شوه؛ نو همدا وجه وه چې الله ج د هغوی دهلاکت پرېکړه وکړه.
 
?همدا رنګه د عادیانو او ثمودیانو لپاره هم الله ج خپل پیغمبران را ولېږل؛ مګر هغوی هم ټولو وحدانیت ونه مانه بلکې محدودو کسانو یې ایمان قبول کړ او باقي زیاته برخه یې هلاک شول، یعنې دا پروسه هم ناکامه شوه.
 
?ورپسې حضرت لوط ع خپل قوم ته واستول شو مګر د هغه تجربه هم ناکامه شوه یعنې ټولو یا اکثره خلکو ایمان قبول نه کړ، معنا دا چې دا پلان هم ناکام شو.
 
?همدا رنګه ورپسې حضرت موسی ع پيغمبر شو او د حضرت موسی ع دعوت هم فرعون او د هغه دوستانو ونه مانه او د فرعون نتیجه هم هلاکت شوه او بیا موسی ع بني اسراییلو ته ورغئ، بني اسراییلو ته یې د فرعون د هلاکت کیسه بیان کړه او هم یې له آسمان څخه تیار خواړه «منّ و سلوی» ورته راکوز کړل مګر بیا هم هغوی خبره ونه منله او د خدای ج دا اراده هم چې خلک باید وحدانیت ومني ناکامه شوه او نتیحه یې منفي شوه.
 
?بیا حضرت عیسی ع ته موقع ورکړل شوه او هغه راغئ او د هغه خبره هم خلکو ونه منله او آسمان ته په تېښته بریالی شو، او دا تجربه هم ناکامه شوه.
 
?په اخر کې سردار کونین حضرت محمد مصطفی ص راغئ؛ مګر د هغه په نبوت هم ټول خلک تر اوسه ندي مسلمانان شوي بلکې د نړۍ تر ۲۵٪ سلنه څخه کمو خلکو یې عقیده ومنله چې په همدې ۲۵٪ سلنه کې هم خورا ژور اختلافات دي چې یو بل له دين څخه خارج ګڼي.
 
?خلاصه دا چې د خدای ج دغه ټول پروګرامونه ناکام شول؛ ځکه د الله ج غوښتنه دا وه چې خلک د خپل عبادت لپاره پیدا کړي او باید د هغه عبادت وکړي او بیا یې هغوی ته پیغمبران را ولیګل ترڅو خلکو ته دعوت ورکړي مګر دغه ټول پروګرامونه یې ناکام شول.
 
نو اوس پوښتنې دا راته پيدا شوي چې:

 

1️⃣ الله ج ولې له خپلو ناکامیو څخه پند نه اخیستو؟
 
2️⃣ آیا دا ریښتیا د خدای ج له خوا را استول شوي وو که هسې پیغمبرانو دا ناکامه پروسې د نورو خلکو د غلطول په خاطر په مخ وړلې؟
 
3️⃣ آیا الله ج نشوای کولای چې ټول خلک یې مسلمانان پیدا کړي وی، نه به دومره پیغمبرانو او وحیو ته اړتیا وه او نه به خلک کافران ول؟
 
خدای پاک دې زموږ ټولو ايمانونو ته خیر پېښ کړي دغه خورکۍ خو داسې پوښتنې را لېږلي چې زه خو یې بيخي له ځواب ویلو څخه عاجز یم، ملګرو که چېرې تاسې داسې تکړه تکړه ديني عالمان، ملایان او مفتیان پېژنئ نو هيله ده چې دا پوښتنې ورسره شريکې کړئ او بیا یې ځوابونه زموږ سره شريک کړئ او یا دا چې هغوی دلته را منشن کړئ تر څو د دې خورکۍ پوښتنو ته علمي او منطقي ځوابونه ووايي.
 
جزاک الله خیر

اړوند مطلب

دا څنګه امکان لري چې له یوه ناقص العقله انسان څخه دې کامل العقله انسان نړۍ ته راشي؟

زه خیرالله د لوګر ولایت اوسېدونکی یم، په دې نيږدې وختونو کې مې په فېسبوک …

خپل آند راسره شريک کړئ