مریم وفا له هالنډ څخه پوښتنې را لېږلې او هيله ده چې پوښتنې یې لومړی لږ دقیقې ولولئ:
• هغه وايي الله ج خو عادل ذات دی نو بیا ولې خلکو د بې انصافۍ نسبت ورته کړی؟
هغه ليکي وايي په مختلفو وختونو کې مختلفو اشخاصو د نبوت دعوې کړي، چې د هغو له جملې څخه یو هم نبي کريم حضرت محمد ص وو. نبي کريم ص ډيرې ځانګړتیاوې لرلې او د هغو له جملې څخه نن په عام والي د نبوت باندې بحث کول غواړم.
د قرانکریم په مختلفو ایتونو کې راغلي چې د حضرت محمدص نبوت عام ده یعنې د ټولو انسانانو او ټولو پېریانو لپاره رالېږل شوی وو او الله ج فرمایي:
?وَمَآ أَرْسَلْنٰكَ إِلَّا كَآفَّةً لِّلنَّاسِ بَشِيرًا وَنَذِيرًا وَلٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ (سُوۡرَةُ سَبَإ آیة ۲۸)
• ژباړه: او [اې پېغمبره (ص)!] موږ ته د ټولو انسانانو لپاره یوازې زېرى وركوونكى او وېروونكى لېږلی یې، خو زياتره خلك نه پوهیږي.
همدارنګه دپیریانو لپاره هم رالېږل شوي، الله ج فرمایي:
?وَإِذْ صَرَفْنَآ إِلَيْكَ نَفَرًا مِّنَ الْجِنِّ يَسْتَمِعُونَ الْقُرْءَانَ فَلَمَّا حَضَرُوهُ قَالُوٓا أَنصِتُوا ۖ فَلَمَّا قُضِىَ وَلَّوْا إِلٰى قَوْمِهِم مُّنذِرِينَ (سُوۡرَةُ الاٴحقاف آیة ۲۹)
• ژباړه: (او هغه پېښه هم د يادونې وړ ده). كله چي موږ د پېريانو يوه ډله ستا خوا ته راوستې وه، تر څو چي قُرآن واوري؛ كله چي هغوی هغه ځاى ته ورسېدل (چي هلته تا قُرآن لوسته) نو هغوى پخپلو منځو کښې سره وويل چوپ شئ! بيا كله چې هغه ولوستل شو، نو دوى خبرداروونكي د خپل قوم لوري ته ستانه شول.
له پورتنیو ایتونو څخه دا ثابتيږي چې حضرت محمد ص د ټولو انسانانو او پېریانو لپاره رالېږل شوی وو او دا یوازې د ده ځانګړتیا وه، نور پیغمبران دا شان نه دي، یعنې نور پیغمبران فقط د خپلو قومونو لپاره رالېږل شوي وو او یوازې انسانانو ته رالېږل شوي وو نه د پیریانو لپاره.
مګر دغې ځانګړتیا زما په ذهن کې لاندې پوښتنې را ولاړې کړي چې غواړم تاسې یې علمي او منطقي ځواب راته راکړئ:
1️⃣ الله ج په قرانکریم کې فرمايلي چې ما انسانان او پېریان ټول د عبادت لپاره پیداکړي. نو که چېرې دا خبر ریښتیا وي نو ولې الله ج له نبي کريم ص څخه مخکې پیریانو ته پیغمبران نه رالېږل؟ هغوی خو یې هم د عبادت لپاره پیدا کړي وو نو بیا ولې؟ آیا هغوی له خدای ج نه هېر شوي وو که څنګه؟ حال دا چې د جمهور علماوو په اند خپله په پېریانو کې پیغمبران هم نشته نو ایا د حضرت محمد ص تر راتګه پورې پېریان ټول کافران وو؟ او ټول د خدای ج له خدایۍ او خالقیت او عبادت څخه ناخبره وو؟
2️⃣ الله ج نور ټول پیغمبران د خپلو قومونو په خاطر رالېږلي وو، همدا وجه ده چې تعداد یې تر لک څخه زیات وو؛ مګر فقط محمد ص یې د ټولو لپاره رالېږلی، ایا الله ج نشوای کولای چې مخکني پیغمبران یې هم د ټولو خلکو لپاره رالېږلي وای، او یا هم الله ج نشوای کولای چې د اسلام د مبارک دین د ښه رسولو لپاره یې په هرقوم کې جدا جدا پیغمبران را لېږلي وای، نو نن به زیات خلک هم مسلمانان وو او د دین زده کړه به هم هر چاته په خپله ژبه او اسانه وه؟
3️⃣ دغه ځانګړتیا چې خالق او عادل ذات فقط پیغمبر ته ورکوله آیا دا بې انصافي نه ده؟ ځکه نورو پیغمبرانو تر محمد ص نه ډیر زحمتونه ګاللي، د مثال په توګه: نوح ع ۹۵۰ کاله تبلیغ وکړ، لوط، عاد، اوثمود د خپل جاهل قوم په منځ کې سخت مشکلات وګالل، زکریا د ځینې روایاتو په بنسټ د خپل قوم له خوا اره کړل شو؛ مګر د ځانګړتیا مستحق فقط محمد وګڼل شو؟
• آیا دا بې انصافي به ریښتیا هغه عادل ذات کړي وي که به خلکو خپله دا امتیازات ځان ته ورکړي وي؟
ملګرو هيله ده چې تکړه تکړه علماء را منشن کړئ تر څو په موضوع باندې علمي بحث وکړي او د دې خورکۍ پوښتنې ورځواب کړي.
جزاک الله خیر