یوه ورور چې نه غوښتل نوم یې ذکر شي له ننګرهار څخه پوښتنه کړې او وايي اکثره اوقات ټاليبان دا وايي چې پلانكی دوزخي او كافر دی او مرګ يې روا دی او باید ووژل شي، وايي نو کله چې یو څوک دوزخي وي نو بیا یې دوی ولې وژني ځکه هغوی خو هسې هم دوزخيان دي او دوزخ ته به ځي؟
وايي دا په کوم کتاب کې راغلي چې د دوزخي وژل روا دي؟
بل ورور هم ورته پوښتنه کړې او هغه بیا وايي چې د الله پاک له امر څخه پرته د ونې یوه پاڼه هم نه خوځيږي، نو دا په افغانستان کې چې هره ورځ بې ګناه انسانان وژل کېږي نو آیا په دې کښې به هم د الله پاک رضا وي؟
که چېرې دا د الله پاک له رضا سره سم وژل کېږي نو بیا موږ ولې د الله پاک د رضا پر خلاف خفګان او غبرګونونه ښکاره کوو؟
هيله ده چې دغه وروڼو ته قناعت بخشه ځوابونه ورکړئ او که چېرې عالمان پېژنئ نو هغوی هم دلته را منشن کړئ، ګورئ پام مو وي چې عالمان مې یاد کړي نه ملایان او ښکنځلماران.