د شیطان یو څو پوښتنې که چېرې څوک ځوابونه ورته پيدا کړی شي؟

یوه مګري چې نه غوښتل نوم یې ذکر شي وايي ما یو کتاب لوستلو چې په هغه کې د شیطان پوښتنې ذکر شوې وې او ما ته خورا جالبې په نظر راغلې نو له ځان سره مې وېل راشه له خپل مسلمان علماو وروڼو سره یې شريکې کړم ګوندې د شیطان دې پښتنو ته کوم ديني عالم منطقي او علمي ځواب ووایي؟

  • شیطان وايي الله ج خو په دې عاِلم وو چې زه به د هغه نافرماني کوم؛ نو بیا د څه لپاره یې پیدا کړم او زما په پیدایښت کې د الله پاک څه حکمت وو؟
  • هرکله یې چې زه پیداکړم، نو ولې یې په خپل معرفت او عبادت مأمور کړم؛ حال دا چې الله ج خو د هېڅ چا عبادت ته هم ضرورت نه لري ځکه الله پاک پخپله فرمایلي چې: (الله الصمد) یعنې الله ج بې پروا ذات دی؟
  • شیطان وایي: ما خو د خدای ج عبادت کاوه، نو دې ته څه ضرورت وو چې د آدم په اطاعت او سجده یې هم مأمور کړم؛ حال دا چې الله ج خپله فرمایي چې قابل د عبادت او سجدې یوازې او یوازې زه خپله یم او زما شريک نشته؟
  • شیطان وایي: هر کله چې زه ملعون شوم، نو بیا ولې الله ج ماته دا قدرت راکړ چې زه بیا جنت ته داخل شم او هلته آدم غلط کړم او هغه هم له جنت څخه را خارج کړم؟
  • شیطان وایي: هرکله مې چې آدم غلط کړ او هغه له جنت څخه خارج شو؛ نو د آدم په نوره اولاده ولې خدای مسلط کړم او ټول مې د خدای له کامل اطاعت څخه بې لارې کړل؟ که چیرې خدای خپله دا قدرت ماته نه وای راکړی، نو اوس به ټول انسانان په جنت کې نه وو؟
  • په هر حال، هر کله چې دغه کارونه وشول نو بیا ولې خدای ماته تر قیامته ژوند راکړ؟ ولې یې نه وژلم تر څو هم به یې بنده ګان زما له شره خلاص وو او هم به د خدای اطاعت په سمه توګه انسانانو کړی وو؟

مسلمانانو وروڼو د شیطان جوابونه پیدا کړئ کنه په اخرت کې به هم شیطان همدا پوښتنې کوي او موږ به له ملایانو سره  مړې سترګې او ګونګه خوله ورته ولاړ یو.

جزاک الله خیر

اړوند مطلب

آیا خدای پاک له خپلو ناکامیو څخه پند نه اخلي او که خلکو په دروغو د پیغمبرۍ دعوې کړي؟

تورپېکۍ احمدزۍ خور له امريکا څخه پوښتنه رالېږلې وايي زه د تاريخ په رشته کې …

خپل آند راسره شريک کړئ