احمدزي صیب پوښتنه کړې او وايي که چېرې انسان خود مختاره وي نو بیا خو باید پرېښودل شي چې خپله لاره پخپله انتخاب کړي او که چېرې مجبور وي نو بیا ګناهکار ولې؟
او بل دا که چېرې دا ظلمونه ټول د خدای پاک په امر ترسره کېږي نو دا خو بیا د خدای پاک له شان او رحمت سره سر نه خوري ځکه چې خدای پاک خو مهربانه او بخښونکی دی او
هېڅ صانع خپل صنعت له منځه نه وړي بلکې ډېر پام پرې کوي، مثلاً که چېرې یو انجينر یو کور جوړوي ولوکه هغه یې خپل هم نه وي خو که کوم بل کس د هغې حتا په رنګ یې هم یو خط کش کړي نو په غوسه کېږي او له منځه وړل خو یې لرې خبره ده.
ملګرو هیله ده چې د احمدزي صیب پوښتنې ته قناعت بخشه ځواب ورکړئ ترڅو د زړه تسکین یې حاصل شي او لطفاً له بې ځایه ټاپو او پوچو الفاظو څخه ډډه وکړئ، که چېرې منطقي ځواب درسره نه وي نو د ښکنځلو پر ځای خاموشي اختیار کړئ تر څوک سپک ښکاره نشئ.
– جزاک الله خیر