عتیق الله ورور له هلمند څخه پوښتنه کړې وايي ایا د غنیمت او غلا تر منځ کوم فرق شته؟
هغه وایي ځکه دا دواړه له یو چا څخه په پټه او یا هم په زور د مال نیول دي، وایي فرق یې یوازې دومره دی چې مجایدین، طالبان او داعشیان خپلې غلاوې (غنیمت) د دین له ادرسه توجې کوي او غله یې بیا د مجبورۍ له وجې کوي نو ایا الله پاک داسې کړنو ته جواز ورکړی؟
ملګرو هیله ده چې عتیق الله جان ته د دې دواړو توپیر ورپه ګوته کړئ او علمي او منطقي ځوابونه ورکړئ تر څو اندېښنه یې رفع شي، که چېرې کولای شئ نو دیني عالمان دلته را منشن کړئ.
جزاک الله خیر
محمد صديق (تر انسانیت لوړ مذهب نشته)
