ایا شیطان ملایکه دی او که پېری؟

حشمت حنيفي ورور پوښتنه کوي چې ایا شیطان ملایکه دی او که پېری؟

ځکه دا دواړه خو مختلف موجودات دي ملایکې معنوي او مطيع موجودات دي چې د خدای له اوامر څخه سرغړونه نه کوي او ټول وخت د خدای اطاعت او عبادت کوي. لېکن پېریان بیا لکه د انسانانو غوندې موجودات بیان شوي چې خطا کوي او ثواب هم ګټي او پيغمبرانو ته اړتیا لري. په قران کې په اکثره مواردو کې شیطان ملایکه بلل شوی خو په یوه مورد کې هغه بیا پېری یا جن بلل شوی نو په دې کيسه مې لږ پوه کړئ چې شیطان کوم یو وو؟ ایا ملایکه او که پېری؟

شیطان ملایکه دی:

وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلَائِكَةِ اسْجُدُوا لِآدَمَ فَسَجَدُوا إِلَّا إِبْلِيسَ أَبَىٰ وَاسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنَ الْكَافِرِينَ ﴿٣٤﴾ سورة بقره ایة ۳۴
ژباړه: او كله چه مونږ ملايكو ته وویل: ادم ته سجده وكړئ، نو هغوى سجده وكړه خو ابلیس نه، هغه انكار وكړ او تكبر يې وكړ، او هغه و له كافرانو نه.

فَسَجَدَ الْمَلَائِكَةُ كُلُّهُمْ أَجْمَعُونَ ﴿٣٠﴾ إِلَّا إِبْلِيسَ أَبَىٰ أَن يَكُونَ مَعَ السَّاجِدِينَ ﴿٣١﴾ سورة حجر ایة ۳۰ تر ۳۱
ژباړه: نو ملايكو ټولو عامو سجده وكړه. له ابلیس نه غير، هغه له دې نه انكار وكړ چې له سجده كوونكو سره ملګرى شي.

شیطان پېری (جن) دی:

وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلَائِكَةِ اسْجُدُوا لِآدَمَ فَسَجَدُوا إِلَّا إِبْلِيسَ كَانَ مِنَ الْجِنِّ ﴿٥٠﴾ سورة الکهف ایة ۵۰
ژباړه: او (یاد كړه) هغه وخت چې مونږ ملايكو ته وویل: تاسو ادم ته سجده وكړئ، نو دوى سجده وكړه، غیر له ابلیس نه، دا له جناتو څخه وو.

  • که چېرې شیطان پېری وي نو پېری خو له خدای سره خبرې نشي کولای؟
  • که ملایکه وو نو اختیار یې څنګه پيدا کړ چې د خدای بې اطاعتي وکړي؟ ځکه چې ملایکې اختیار نلري او شیطان بیا اختیار لري چې دغه ټکي زه بيخي ګنګس کړی یم
  • ولې د شیطان خبره منل کېږي او د انسانانو نه منل کېږي، شیطان خو حتا له خدای سره مسقيمې خبرې هم کړي او له خدای پاک څخه یې چې هر څه غوښتي نو هغه یې ورته منلي نو بیا خو باید شیطان اشرف المخلوقات وی نه انسان ځکه چې د انسانانو هېڅ خبره نه ده منل شوې.

کیدای شي بعضې شیان مې غلط اورېدلي وي ځکه یو څه مې لوستي او یو څه مې د پېښور په مدرسو او جوماتونو کې اورېدلي، هيله ده چې پوښتنې مې په چا بدې ونه لګيږي او ډېره بښنه غواړم چې صحيح سرچينې نلرم نو که تاسې راته علمي او منطقي ځوابونه راکړئ نو زما به د زړه تسکين وشي، که چېرې ښکنځلې مو وکړې نو سيرت النبي ته رجوع وکړئ.

ملګرو د دې ورور پوښتنې ته ديني عالمان را منشن یا ټګ کړئ تر څو د دې ورور پوښتنې ځواب کړي.

جزاک الله خیر

اړوند مطلب

آیا خدای پاک له خپلو ناکامیو څخه پند نه اخلي او که خلکو په دروغو د پیغمبرۍ دعوې کړي؟

تورپېکۍ احمدزۍ خور له امريکا څخه پوښتنه رالېږلې وايي زه د تاريخ په رشته کې …

خپل آند راسره شريک کړئ